د پرتگال په پایتخت لزبن کې له پټلۍ څخه د یوه تاریخي ترام یا ریلگاډي د وتلو په نتیجه کې ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د پولیسو په حواله په دغه پیښه کې ۱۸ نور کسان ټپیان سوي دي چې د پنځو هغې وضعیت حساس دی.
د "گلوریا" په نوم دغه تاریخي ترام په لزبن کې د سيلانيانو له پاره ډېر په زړه پوري دی او ویل کیږي چې ځینو مړه سوو کسانو بهرنی تابعیت درلود.
د پرتگالۍ ورځپاڼې په حواله له پټلۍ څخه د دغه ریلگاډي د وتلو علت معلوم نه دی. د پیښې له ځای څخه په ټلویزیون کې خپاره سوي تصویرونه ښيی چې دغه ترام د چهارشنبې په مازدیگر (۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۳) یو له اصلي میدانونو ته د حرکت پر وخت له پټلۍ واوښت او سخت زیانمن سو.
ځینو عیني شاهدانو ویلي دي چې دغه ترام په ډیر سرعت سره پر تپې راکښته کیده او په یوې گولایی کې ناڅاپه له پټلۍ واوښت او له یوې ودانۍ سره یې ټکر وکړ. دغه ریلگاډی د ۴۰ مسافرو د انتقال ظرفیت لري او د رپوټونو له مخې د پیښې پر وخت ډک نه وو.
په نړۍ کي د ریلگاډو تمځايونه څومره ډاډمن دي؟
د هغه ۸ کلن هلک ترمړیني وروسته چي د یوه ریلگاډي مخي ته ټیل وهل سو، اوس آلمان د ریلگاډو په تمځايونو کي د امنیتي تدابیرو په اړه بحثونه کوي. دا چي د نړۍ نور ستیشنونه څومره ډاډمن دي په دغو انځورونو کي به ورته ځیر سو!
انځور: AFP/B. Mehri
روسیه: د مسافرو د ساتني له پاره ډبل دیوالونه
د مسکو او سانت پیترزبورگ په مترو ستیشنونو کي د امنیتي تدابیرو خاص ډول لیدل کیږي. د ریلگاډو پټلۍ په ځانگړو دیوالونو بندي سوي او یوازي د مسافرو له پاره لار سته چی ورڅخه تیر سي. د ریلگاډو دروازې یوازي هغه وخت خلاصیدای سي چی ریل ودریږي. دغه ډول تړل سوي ستیشنونه ددې مخنیوی کوي چي انسانان دي پټلیو ته ولویږي.
انځور: Imago Images/C. von der Laage
بریتانیا: د ټکټ کنترول او محافظتی هنداري
د دغه هیواد په ډیرو ستیشنونو او متروگانو کي سړی یوازي هغه وخت د ریلگاډو قطار ته داخلیدای سي چی ټکټ ولري. د مترو په ځینو ستیشنونو لکه د لندن په Canary Wharf کي، لويي هنداري، منتظر مسافر او د ریلگاډو پټلۍ سره بیلوي. یوازي د ریلگاډي په دریدو سره یی دروازې خلاصیږي.
انځور: picture-alliance/empics/M. Walter
جاپان: په مخ پر زیاتیدونکي ډول امنیتي تدابیر
د جاپان د ریلگاډو د ستیشنونو ډیره برخه، زیاتره وخت له خلکو ډکه وي خو انسانان تل په منظمو قطارو کي ولاړ وي. له بلي خوا د ځان وژني داسي پیښې هم رامنځته کیږي چی یو څوک ځان د یوه ریلگاډي مخي ته اچوي. له همدې کبله تل هڅه کیږي چي په ستیشنونو کي امنیتي تدابیر لا پسې ډیر سي.
انځور: Getty Images/AFP/K. Nogi
چین: جگي ښیښه يي دروازې
دا د پیکنگ مترو ته د ورننوتو لار ده چي د لویو مغازو د خولي دروازو ته ورته ده. د ورځي په رسمي وخت کي د چین په گڼ میشتو سیمو کي د مترو ستیشنونه تر اندازې ډک وي. له همدې کبله قطارونه د ښیښه يي دروازو په وسیله له پټلیو بیل کړل سوي دي.
انځور: Imago Images/View Stock
تایلند: د ښیښو مخي ته په زغم سره انتظار
د تایلند د ریلگاډو په ستیشنونو کي بیا نظم او دسپلین حاکم دی. مسافر په منظمو قطارونو کي یو د بل شاته په نوبت سره ولاړ دي. که کوم څوک عجله کوي، نو هغه ښايي له کوم بل هیواد څخه راغلی سيلاني وي. پر پټلیو باندي د خلکو له لویدو څخه د مخنیوي له پاره، هلته هم ښیښه يي دروازې ولاړي دي چي د ریلگاډي د دریدو پر وخت پرانیستل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Sator
هالنډ: موانع او څارونکي
په هالند کي متروگانو ته ننوتل یوازي د یوه ځانگړي کارت یا ټکټ په درلودلو او هغه هم، له موانعو سره په تیریدو سره ممکن وي. په رسمي وخت کي په لویو ستیشنونو لکه دنهاگ کي له ژیړو واسکټونو سره امنیتي پرسونل هم په فعالیت بوخت وي. هغوی دې ته پام کوي چی څوک پټلیو ته ځان نژدې نه کړي.
انځور: Imago Images/Hollandse Hoogte/B. van Dam
هسپانيا: ریلگاډی باید ودریږي
په هسپانيا کي بیا د لیري او نژدې واټن مترو گانو او تیزرفتاره ریلگاډو ته د ورتگ له پاره یوازي هغه کسان اجازه لري چی مخکي له مخکي یی ټکټ اخیستی وي. او د ریلگاډو قطار ته هغه وخت سړی ورنژدې کیدای سي چي ریلگاډی ولاړ وي او گیټونه خلاص وي.
انځور: Getty Images/D. Doyle
انځورونه1 | 7
د پرتگال ولسمشر مارسلو ربلو د سوزا، د دغې پیښې د قربانیانو خپلوانو ته تسلیت ووایه او د پیښې د علت د ژرترژره معلومولو غوښتنه یې وکړه. د اروپايي کمېسیون مشري اورزولا فون دیر لاین، هم د قربانیانو له کورنیو سره خپله غمشریکي څرگنده کړه.
پرتگال نن پنجشنبه (۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۴) ملي ماتم اعلان کړی دی. د قربانیانو هویت لا نه دی اعلان سوی. د لزبن ښاروال کارلوس موئداس، دغه پیښه یوه داسي "تراژیدي" بللې ده چې دغه ښار هغې ته ورته هیڅکله نه وه لیدلې.
د پرتگال صدراعظم هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ورکړ. د لزبن څارنوالۍ ويلي دي چې د نوموړې پیښې د رامنځته کیدو د جزیاتو او علت په هکله یې پلټنې پیل کړې دي.
"گلوریا" ترام چې ژیړ واگونونه لري، په لزبن کې یو له مشهورو جذابيتونو څخه دی او هرکال شاوخوا درې میلیونه مسافرو ته ځای ورکوي. له دغه ترام څخه استفاده ۱۹ پیړۍ ته ورگرځي.
د لزبن د ترام له پاره د داسې یوې پیښې رامنځته کیدل بې ساري وو. د انتقال دغه وسیله د پرتگال د ملي آثارو په توگه ثبت سوې ده او په هغه کې د سپریدو له پاره تل د خلکو اوږده کتارونه جوړیږي.
د اروپا درې تاريخي ښارونه په انځورونو کي
د هسپانيا برسيلونا، د ايتاليا روم او د پرتگال پورتو، د نړۍ له ښکلو او تاريخي ښارونو څخه دي. دغو ښارونو ته هر کال په زرونو سېلانیان ورځي. د دغو درو مشهورو اروپايي ښارونو ځيني برخي به د وينوس په انځورونو کي وگورئ.
انځور: Venus
برسيلونا د هسپانيا يو تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ښار دئ. دغه ښار ته هر کال د نړۍ له گوټ گوټ څخه په زرونو سيلانيان ورځي.