د لغمان په ولايت كې د ۳۲ كيلومترو سړکونه جوړيږي
۱۳۸۸ مرداد ۲۱, چهارشنبهد دغو سړكونو د جوړولو چارې څلور مياشتې د مخه پيل شوي او د يو كال په موده كې به ېې كارونه بشپړ شي.
د سړكونو په جوړيدو سره به د مهترلام په ښار كې يو خامه سړك پاتې نشي او ټول سړكونه به قير شي. د سړكونو د جوړولو په كار كې به اته سوه تنه ځوانان د يو كال لپاره په كار وګمارل شي او په لس هاوه زره كورنۍ به د دغو سړكونو له آسانتياوو څخه برخمنې شي.
د لغمان ولايت د مهترلام ښار او د شاوخوا سيمو ۳۲ كيلومتره سړكونه په پاخه او اساسي ډول جوړيږي. د مهترلام ښار د ننه سړكونه د دغې پروژې يوه برخه او بله برخه يې هغه سړك دى چې د مهترلام له ښاروالۍ څخه پيليږي د آرمول په سيمه كې د الينګار له سړك سره يو ځاى كيږي او بيا له هغې پروژې څخه تيريږي چې د هستوګنې كورونو لپاره اته سوه او ديرش نمرې ويشل شوي دي. وروسته د لغمان ولايت له اداري سيمې څخه په تيريدو سره د مهترلام له زوړ ښار سره نښلي.
د دغو سړكونو په جوړيدو سره د مهترلام په ښار كې هيڅ خامه سړك نه پاتې كيږي او ښار هم پراخيتا مومي. د دغې پروژې كار د ودانولو چارې څلور خصوصي شركتونو ته سپارل شوي دي. چې د ودانولو د هر شركت لپاره د خپلې ونډې سړك د جوړيدو موده ټاكل شوې ده. د ځينو برخو لپاره درې مياشتې، د ځينو لپاره شپږ مياشتې او د سړك د ځينو نورو برخو لپاره چې د جوړولو كارونه يې ستونزمنې دي نهه مياشتې وخت ټاكل شوى. د مهترلام ښار د ښاروالۍ د چارواكو په وينا د دغو سړكونو د جوړيدو كار به د يو كال په موده كې بشپړ شي . د چارواكو په وينا د نوموړو سړكونو د جوړيدو كار له څلورو مياشتو راپدې خوا پيل شوي او كارونه يې د مخكيني پلان له مخې پرمخ ځې.
د مهترلام ښار د ښاروالۍ چارواكي وايي چې په دغو سړكونو شاوخوا پنځه ميليونه ډالره لګښت راځي چې مالي لګښت يې د لغمان په ولايت كې د ميشت پي، آر، ټي لخوا وركول كيږي.
د لغمان ولايت اوسيدونكي د دغې پروژې له پيليدو څخه خوښي څرګندوي او وايي چې د دغو سړكونو په جوړيدو سره به د دوى ډيرې ستونزې له منځه ولاړې شي .
شاه سيد چې د لغمان د مركز اوسيدونكى دى وايي چې د دغو سړكونو جوړيدل به له يوې خوا خلكو ته د تګ او راتګ آسانتياوې برابرې كړي او له بلې خوا به د مهترلام ښار پراخ شي .
د لغمان ولايت يو بل تن اوسيدونكى هم د سړكونو له جوړيدو څخه خوښي څرګندوي او وايي چې : سره لدې چې د مهترلام په ښار كې تر دې د مخه هم ځيني سړكونه پاخه شويدي خو د نويو سړكونو جوړيدل او پخول به د مهترلام ښار په اوسني بڼې كې بدلون راولي .
د لغمان ولايت اوسيدونكى عبدالباقي چې د سړك په يوې څنډې كې په كار بوخت ؤ، وې ويل چې د دغو سړكونو جوړيدل د ملت لپاره ډيره ګټه لري.
د سړكونو د جوړيدو د دغې پروژې په پلي كيدو سره له يوې خوا په لس هاوه زرو خلكو ته د چټكې اقتصادي راكړې وركړې زمينه برابريږي او له بلې خوا د يو كال په موده كې ۸۰۰ تنه ځوانان كولاى شي په دغې پروژې كې په كار وګمارل شي.
انور برى پال
کتونکی: يحيی وردک