د لندن د برید د قربانیانو شمیر لوړ شو
۱۳۹۶ فروردین ۳, پنجشنبهد ترهگرۍ ضد مبارزې قطعاتو مشر مارک روولي، خبریالانو ته وویل چې پولیس داسې اټکل کوي چې برید کوونکي د تندلاري اسلامپاله تروریزم څخه الهام اخیستی. روولي وویل چې د عامل هویت پیژني، خو هغه په دې هکله نور جزئیات یې ور نه کړل.
په «ډاوننگ سټریټ» کې له امنیتي کابینې سره تر غونډې وروسته د بریتانیا لومړۍ وزیرې تیرسا مې، وویل چې د دوو غبرگو بریدونو سربیره هم د ترهگرۍ د خبرداري درجه نه لوړيږي. د مې په خبره د احتمالي بریدونو خطر لا تر مخه د یوه «جدي» حالت په توگه درجه بندي شوی «او په دې برخه کې به کوم بدلون را نه شي».
تیرسا مې له امنیتي سلاکارانو، د استخباراتي ادارو له استازو، ژغورونکې ډلې او سیاستوالو سره تر لیدنې کتنې وروسته ویلي دي چې برید کوونکی یوازینې عامل وو.
د چهارشنبې په ورځ یوه برید کوونکي په ویسټ منسټر پل باندې پر خلکو موټر وروځغلوه او د بریتانیې پارلمان ته څیرمه یې پر یوه پولیس د چاقو برید وکړ. د برید کوونکي به شمول د پنځو تنو د وژل کیدو او نورو شا او خوا څلویښتو کسانو د ټپي کیدو رپوټونه تائید شوي دي.
پر پولیس باندې د چړې د برید وروسته دغه برید کوونکی د یوه بل پولیس له لوري د پارلمان ودانۍ ته څیرمه وویشتل شو. په خپله برید کوونکی، هغه پولیس چې پرې د چړې برید شوی وو او همداشان پر پل باندې تلونکي درې لارویان وژل شوي دي.
په ویسټ منسټر پل کې پر پیاده کسانو باندې د موټر ځغلولو په پیښه کې درې فرانسوي ځوانان چې د ښوونځي له خوا په تعلیمي سفر تلل وو او همداشان دوه رومانیان هم شامل دي.