د لومړنیو پایلو په اړه څومره شکایتونه ثبت شوي؟
۱۳۹۸ دی ۴, چهارشنبهد افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وايي، له بیلابیلو ټاکنیزو ډلو یې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په تړاو تر ۹ زرو ډیر شکایتونه ترلاسه کړي دي.
له پایلو د شکایتونو د ثبت لړۍ د تېرې دوشنبې(۲۰۱۹م کال د ډسمبر ۲۳مه) په ورځ پيل او تر چهارشنبې ورځي (۲۰۱۹ م کال د ډسمبر ۲۵مه) ورځې ترپایه يې دوام وکړ.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یوې ویاندې زرمینه حقجو کاکړ دویچه ویله ته وویل: «تراوسه پورې ۹زره شکایتونه ثبت شوي، چې تر ټولو ډير شکایات د ثبات او همګرايي ټاکنیز ټیم ثبت کړي، بیا دولت ساز ټیم او ورپسې نورو ټیمونو هم شکایتونه ثبت کړي.»
کاکړ زیاتوي چې له پنجشنبې ورځي به د ټاکنیزو شکایتونو د تصنیف، تحلیل او پر بیلابیلو کټګوریو د ویش لړۍ پيلیږي.
د ټاکنیزو شکایتونو په لړ کې تر ټولو ډير شکایتونه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ثبت کړي.
ددې ډلې د غړو په وینا تراوسه یې ۷۷۲۰ شکایتونه ثبت کړي او ښايي د نن ورځې ترپایه دا شمېر ۸زرو ته ورسیږي.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یوه ویاند خان اغا احمدزي دوچه ویله ته وویل، تر ټولو جدي شکایت د ۳سوه زره رایو په اړه دی، چې په خبره يې دغو رایو قانوني معیارونه نه دي پوره کړي: «موږ هیله لرو، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پاکې رایې له ناپاکو جلا کړي او شکایتونه په سمه توګه وڅیړي.»
هاخوا د ولسمشر غني په مشرۍ د د دولت جوړونې ټاکنیزې ډلې هم تر ۳ زرو ډیر شکایتونه ثبت کړي.
ددې ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح نن چهارشنبې یوې خبري غونډې ته وویل: «په ننګرهار ولایت کې د زرهاوو محلونو رایې چې د ولسمشر غني په ګټه کارول شوي نه دي حساب شوي:
«تر هغوو چې د ننګرهار ولایت د ۹ زرو رایو برخلیک څرګند نه شي او رایې له ولایتي حافظي، مرکزي حافظي ته ونه لېږدول شي د ننګرهار پایلې د منلو نه دي.»
ښاغلي صالح ادعا وکړه چې د تلې شپږمې ټاکنو کې د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې په ګټه شاوخوا ۵۵ سلنه رایې کارول شوي، خو د ټاکنو کمېسیون دا سلنه ۵۰،۶۴ اعلان کړې.
ایا د دغو شکایتونو څېړنه به ډیر وخت ونیسي؟
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي چې د لومړنیو پایلو په اړه ثبت شوي شکایتونه به په خپله قانوني موده کې وڅېړل شي.
د کمېسیون ویاندې زرمینه حقجو وویل: «موږ ډاډ ورکوو چې له قانون او طرزالعملونو سره سم به ټول شکایتونه ژر تر ژره وڅیړو، په ټولیز ډول د شکایتونو کمېسیون ۳۹ ورځې وخت لري چې شکایتونو ته رسیده ګي وکړي.»
حقجو زیاتوي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ژمن دی چې د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو په اړه به له قانون سره سم ژر پریکړه وکړي.
دغه شکایتونه به د ټاکنو پر پایلو څه اغیز ولري؟
د ولسمشریزو ټاکنو په لومړنیو پایلو کې محمد اشرف غني ۹۲۳ زره او ۸۶۸ رایې ګټلې چې ۵۰٫۶۴ سلنه کېږي.
د افغانستان د ټاکنو قانون پر بنسټ، که چېرې ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د په زرونو شکایتونو له امله د ګټونکي نوماند تر۱۱ زرو او ۶۶۷ ډیرې رایې باطلې کړي، نو ۵۰ سلنه + ۱ معیار راښکته کیږي او ټاکنې دویم پړاؤ ته ځي.
اسماعیل شاکر – کابل