افغانستان د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د یوې کمیټې مشري کوي
۱۳۹۸ اسفند ۱۵, پنجشنبه![Schweiz Genf | WTO Hauptquartier](https://static.dw.com/image/51595502_800.webp)
د سوداګرۍ نړیوال سازمان چې په نړۍ کې د هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ چارې تنظیموي، د روانې مارچ میاشتې پر ۳مه نیټه یې د خپلو ډيرو کمیټو له پاره نوې څیرې وټاکلې. د دغو ټاکنو په پایله کې د لومړي ځل له پاره افغانستان د یاد سازمان د یوې مهمې کمیټې مشري پر غاړه لري.
د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان استازی او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت پخواني معین محمد قربان حقجو، وکولی شول چې د رایو په اکثریت سره د سوداګرۍ نړیوال سازمان د سوداګرۍ او پراختیا د کمیټې ریاست ترلاسه کړي.
افغانستان د ۲۰۱۶م کال په جولای میاشت کې د دغه نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړ. د سوداګرۍ نړیوال سازمان شاوخوا ۶۰۰ کارمندان لري او په نړیواله کچه د هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ یا تجارت په برخه کې سهولتونه رامنځ ته کوي.
دغه سازمان همدا راز پر هیوادونو څارنه هم کوي تر څو په سوداګریزو راکړو ورکړو کې نړیوال قوانین مراعت شي.
د سوداګرۍ نړیوال سازمان پنځه کمیټي، دوې کاري ډلې، درې شورا ګانې او همدا راز درې د سوداګرۍ د پالیسیو، د شخړو د هوارولو سازمانونه او یوه عمومي شورا لري.
دغه نړیوال سازمان په هرو دوو کلونو کې لږ تر لږه یو ځل را ټولیږي او د هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې پر ستونزو او حل لارو خبرې کوي.