1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لوګر بريد او د نړیوالو ځواکونو وتلو ته غبرګونونه

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۱, شنبه

په لوګر کې تر خونړي برید څو ساته وروسته امریکایي چارواکو اعلان کړی چې د ځواکونو اېستل یې په رسمي توګه پيل کړي دي. خو د افغانانو بنسټېزه اندېښنه څه ده؟

Afghanistan Kabul | Angehörige von Opfern eines Anschlags warten vor Krankenhaus
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د لوګر خونړی برید په ملي او نړېواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی. سره له دې چې د دغه برید مسؤلیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی خو ولسمشر غني د  برید مسئول طالبان بللي دي.

د آرګ یوې ویناپاڼې د ولسمشر غني له قوله لیکلي چې ښاغلي غني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور ورکړی چې د طالبانو دا بشري جنایت بې ځوابه پرېنږدي.

ویناپاڼې د ولسمشر غني له خولي لیکلي: «طالبانو د خلکو پر وړاندې نامشروع جنګ او تاوتریخوالي ته په دوام ورکولو سره یو وار بیا وښوده چې نه یوازې د اوسني ناورین د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت پېچلي کولو سره د سولې برابر شوی فرصت ضایع کوي.»

د لوګر ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې په دغه برید کې د وژل شویو شمېر ۲۶ او ټپیان تر ۱۰۰ تنو اوښتي. په کابل کې د بریتانیا او فرانسي سفارتونو او اروپايي ټولنې هم د لوګر برید په سختو ټکو غندلی.

د افغانستان د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون مشر هاشم الکوزي دویچه ویله سره په خبرو کې د لوګر برید د غندلو سربیره د امنیتي وضعیت په خرابېدو اندېښنه وښوده. د هغه په خبره «د لوګر پېښه ډیره دردونکې پېښه ده. مونږ نه پوهیږو چې دا کار چا کړی. دلته ډېرې ډلې شته چې د پردې ترشا دي او دغسې اعمال ترسره کوي.»

په لوګر کې څو ساته وړاندې دغسې خونړۍ برید کیږي چې نن شنبې چې د مۍ له لومړۍ نیټې سره برابره ده، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د دوحې تړون له مخې د ټولو ځواکونو د وتلو ورځ ده.

انځور: Vyacheslav Oseledkov/AFP/Getty Images

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه د مۍ د لومړۍ نیټې په تړاؤ امریکایانو ته خبرداری ورکړی او لیکي: «دا چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل د می میاشتې له لومړۍ نيټې څخه چې په توافقنامه کې ټاکل شوې وه ځنډیدلي، دغې سرغړونې اصولا د اسلامي امارت مجاهدینو ته  د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې د هر ډول مناسب اقدام کولو لاره خلاصه کړې.»

مجاهد زیاته کړې چې پر بهرنیو ځواکونو د بیاځلې برېدونو د پيل په اړه طالب جنګیالي د خپلو مشرانو پریکړو ته په تمه دي.

سره له دې چې د ولسمشر بایډن ادارې د ځواکونو د بشپړ وتلو نیټه د مۍ له لومړۍ نیټې پر ځای د سپټمبر ۱۱مه نیټه اعلان کړې، خو د ځواکونو وتل په رسمي توګه سر له نن څخه پيل شول.

د امریکايي چارواکو د مالوماتو له مخې، د ځواکونو د اېستلو د رسمي پيل په ترڅ کې شاوخوا سل تنه امریکايي سرتیري له خپلو پوځي تجهیزاتو سره له افغانستانه وتلي.

د مشرانو جرګې غړي هاشم الکوزي وویل په لوګر کې خونړی برید او د سولې خبرو په ټپه ولاړ حالت دا اندېښنې ډېرې کړي چې د ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي ولایتونه سقوط وکړي. د هغه اندېښنه دا ده چې «که چېرې پر افغان ځواکونو د بهرنیانو هوايي ملاتړ قطع شي نو زه فکر کوم چې طالبان برلاسي دي او افغانان به بیا له ستونزو او ناخوالو سره مخ وي.»

دغه افغان سناتور پردې باور هم دی چې ښايي یوځل بیا خپل منځي جګړې پيل شي.

عام افغانان چې د لوګر پېښې خورا غمجن کړي او په خواله رسنیو کې هم دغه کړنه "د لوګر غمیزه" تر سرلیک لاندې په پراخه کچه غندل شوې.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي عبدالله دویچه ویله ته وویل، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د لوګر په څېر د ورته او خونړیو پېښو ویره شته: «لوګر کې وحشت شوی او د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره داسې وحشتونه او وژنې مونږ ته د کورنیو جګړو وخت رایادوي.»

د دې وضعیت د مهار لپاره یواځینۍ لار د سولې خبرو بریا بلل کیږي.

سیاسي شنونکي نوررحمان لیوال دویچه ویله ته وویل له یوې خوا بهرنيو ځواکونو خپلې کډې تړلي او له بل لوري مونږ د دغسې خونړیو پېښو شاهدان یو. ده زیاته کړه: «که حکومت د سولې په اړه خپله رویه بدله نه کړي او د واک پر ساتلو ټینګ شي نو ستونزې د کمېدو پرځای ډيریږي.»

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر عبدالکریم خرم د لوګر ترڅنګ څو نورې پېښې هم یادې کړي چې د ده پروینا قربانیان یې ملکي افغانان دي. نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د لوگر د چاودنې، د وردگو  په سید آباد کې پر یو کور د هاوان مرمۍ د را پریوتلو او په کونړ کې پر دارالحفاظ د مرمۍ لگیدلو قربانیان ملکي خلک، ښځې او ماشومان وو. امریکایان د حکومت خوا ته د امنیتي قرارداد او د طالبانو خوا ته د دوحې تړون له برکته په امن او امان کې دي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن دوه ورځې وړاندې ویلي چې په افغانستان کې خپل هدف ته رسیدلي او اوس د دې وخت دی چې خپل ځواکونه له افغانستانه څخه راوباسي.

ښاغلي بایډن په ۲۰۱۱ میلادي کال د اسامه بن لادن وژلو ته په اشارې سره ویلي چې د هغه په وژلو سره د امریکا د پيل شوې جګړې هدف ترلاسه شوی دی.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ میلادي کال د همدې مۍ میاشتې په دویمه نېټه د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته څېرمه په ایبټ آباد کې ووژل شو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب