د «دې ویلت» آلمانۍ ورځپاڼې د سه شنبې ورځې په ګڼه کې د لوګزمبورګ د بهرنیو چارو وزیر جیین اسیل بورن، یوه مرکه خپره شوې وه. هغه په دې مرکه کې غوښتنه کړې چې هنګري دې «په موقتي توګه او یا هم په تر ټولو بد حالت کې په دایمي توګه له اروپايي ټولنې څخه وایستل شي.»
اسیل بورن، زیاته کړې: «موږ دا نه شو منلی چې د اروپايي ټولنې لومړني ارزښتونه دې په بشپړه توګه تر پښو لاندې شي.»
د لوګزمبورګ د بهرنیو چارو وزیر جیین اسیل بورنانځور: Getty Images/AFP/J. Thys
د لوګزمبروګ د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې «هر هغه هیواد چې د هنګري په شان د جګړې د کډوالو پر وړاندې دیوالونه دروي، د رسنیو آزادي او د قضایي سیستم خپلواکي تر فشار لاندې راوړي، باید [له اروپايي ټولنې] ووځي».
هنګري د اروپايي ټولنې هغه هیواد دی چې د جګړې له زونونو لکه سوریې څخه یې د کډوالو پر منلو سختې نیوکې کړې دي. دې هیواد د کډوالو د لیرې ساتلو له پاره د پولې پر سر د کټارو درولو په ګډون ډیر اقدامات کړي دي.
اسیل بورن ویلي دي چې له کډوالو سره د «څارویو په څیر بد چلن کیږي». هغه زیاته کړې هر هغه څوک چې د هنګري له کټارو څخه د تیریدو هڅه وکړي، نو له ډیر بد برخه لیک سره به مخامخ شي. هغه ویلي دي: «هنګري پر کډوالو باندې د ډزو کولو امر له ورکولو څخه ډیر واټن نه لري.»
په څو ورځو کې به د اروپايي ټولنې مشران د اروپايي ټولنې د راتلونکې په اړه یوه غونډه وکړي. د اروپايي ټولنې د اوسنیو قوانینو له مخې د دې ټولنې یو غړي د نورو ټولو غړو د موافقې په صورت کې په مواقتي توګه له دې ټولنې څخه ایستل کیدای شي. د لوګزمبورګ د بهرنیو چارو وزیر د دغه قانون د بدلیدو غوښتنه هم کړې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان په جولای میاشت کې په خپل یوه رپوټ کې لیکلي وو چې له هغو کډوالو سره چې په غیر قانوني توګه د هنګري له پولې تیریږي، ظالمانه او له تاوتریخوالي ډک چلن کیږي.
په هنګري کې د ماشومانو مخته د مهاجري کورنۍ د سر سړي نیول
رویترز خبري آژانس د صربستان او هنګري د پولیسو له خوا د کډوالو د نیول کیدو انځورونه خپاره کړي دي. په وروستیو وختونو کې صربستان او هنګري اروپا ته د کډوالو د راتلو په یوه ډیره معمولي لار بدل شوي دي.
انځور: Reuters/B. Szaboد هنګري د پولیسو له خوا د کډوالو د یوې کورنۍ د سر سړي نيول. دغې کورنۍ غوښتل د دې هیواد له لاري ځان نورو اروپايي هیوادونو ته ورسوي.
انځور: Reuters/B. Szaboدغه انځورونه د جمعې په ورځ رویترز خبري آژانس اخیستي دي.
انځور: Reuters/B. Szaboد هغو کډوالو شمیر چې هڅه کوي ځان د هنګري له لارې لویدیځې اروپا ته ورسوي ورځ تر بلي ډيريږي.
انځور: Reuters/B. Szaboد هنګري د چارواکو په حواله د ۲۰۱۵م کال له پیل راهیسې تر اوسه پوري د دې هیواد له لارې ۱۴۰ زره کډوال صربستان ته رسیدلي دي.
انځور: Reuters/B. Szaboد هنګري د چارواکو په حواله یوازي په روانه میاشت کي ۳۴ زره کډوال دې هیواد ته رسیدلي دي.
انځور: Reuters/B. Szaboصربستان د سوریایي کډوالو د ترانزیت په یوه مسیر اوښتی دی.
انځور: Reuters/B. Szaboهنګري ته د کډوالو د ورتګ له ډیریدو سره د دې هیواد پولیسو پر سرحد د اغیزي لرونکي سیم د غځولو کار پیل کړی دی.
انځور: Reuters/B. Szaboهنګري له صربستان سره پر خپله ۱۷۵ کیلو متره سرحد باندې دغه اغزن سیم غځوي.
انځور: Reuters/B. Szaboرویترز خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ وویل چې اوس د هنګري دولت په دې اړه څیړني کوي چې له صربستان سره پر خپل سرحد باندي له پوځه مرسته وغواړي.
انځور: Reuters/B. Szaboاروپا ته د کډوالو د راتلو بهیر په ډیریدو سره د هغوی په اړه اندیښنې هم ډیري شوي دي.
انځور: Reuters/B. Szaboاروپا ته د رسیدو پر لار د کډوالو پر ضد له اوښکي بهوونکي ګاز څخه هم کار اخيستل کيږي، پر دې لار د پرتو هیوادونو پر پولیسو باندي نیوکي ډیري شوي دي.
انځور: Reuters/B. Szabo