1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لوېديځې غاړې حکومت ولسمشر عباس ته خپله استعفا وړاندې کړې

۱۴۰۲ اسفند ۷, دوشنبه

د فلسطينيانو لومړي وزير محمد اشتيه، ويلي دي چې د خپل حکومت استعفا یې محمد عباس، ته وړاندې کړې ده.

د لویدیځې غاړې د فلسطينیانو د خپلواکمنې ادارې لومړی وزير محمد اشتيه
د لویدیځې غاړې د فلسطينیانو د خپلواکمنې ادارې لومړی وزير محمد اشتيهانځور: THOMAS KIENZLE/AFP

د فلسطينيانو لومړي وزیر محمد اشتيه، د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې ولسمشر محمد عباس ته یې د اردن سیند په لوېديځه غاړه کې د خپل حکومت استعفا سپارلې ده.

اشتيه، زياته کړې ده چې په اصل کې د تېرې سې شنبې په ورځ یې له دندې لاس اخیستی وو، خو خپله کتبي استعفا یې د دوشنبې په ورځ وړاندې کړې ده.

لومړي وزير نور څه ويلي؟

اشتيه وويل: «ما د حکومت استعفا ښاغلي ولسمشر ته وړاندې کړه.» هغه زياته کړه چې دا ګام یې «په غزه تړانګه کې د تیری په اړه پرمختګونو او په لویدیځه غاړه او بيت المقدس کې د ترنګلتياو د پراخيدو په ترڅ کې پورته کړی دی.»

اشتيه، زياته کړه چې له دې کبله له دندې ګوښه کيږي څو فلسطينيان وکولای شي په غزه کې د حماس پر ضد د اسرائيل د جګړې په تړاو په خپل منځ کې د سياسي هوکړو په اړه پراخه اجماع رامنځته کړي.

امريکا متحده ایالاتود فلسطينيانو پر مشر محمود عباس، فشار اچولی وو چې د فلسطینيانو خپلواکمنه اداره چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په ځينو برخو کې حکومت لري، مسئوليت منلو ته رابيداره کړي. دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د جګړې د درولو او تر جګړې وروسته پر غزې د حکومت کولو په موخه د يوه سياسي جوړښت د رامنځته کولو له پاره هلې ځلې روانې دي.

عباس تر اوسه لا استعفا منلې نه ده او کولی شي د فلسطيني لومړي وزير څخه د هغه د ځای ناستي تر موندنې پورې په واک کې د پاتېدو غوښتنه وکړي.

کابينې ته په يوه اعلاميه کې اشتيه، ويلي دي چې راتلونکی پړاو به «نویو دولتي او سياسي ترتيباتو يا هوکړو ته اړتيا ولري چې په غزه تراډه کې وضعيت، د ملي يووالي په اړه خبرو اترو او د فلسطينيانو ترمنځ اجماع چې په چټکه ورته اړتيا ده، په نظر کې ونيسي.»

هغه زياته کړې چې «پر ټول هيواد، فلسطين د [فلسطينيانو] د خپلواکمنې ادارې د واک او اختيار پراختيا» يوه بله اړتیا ده.

د فلسطينيانو خپلواکمنې ادارې په ۲۰۰۷م کال کې په غزه تراډه کې له حماس سره تر جنجال وروسته هلته کنترول باېلود. د حماس وسله واله ډله د اروپايي ټولنې، امريکا، آلمان او اسرائيل له خوا د يوه ترهګریز سازمان په توګه درجه بندی شوې ده.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب