1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليبيا په هکله د ملګرو ملتونو کنفرانس لغوه شو

۱۳۹۸ فروردین ۲۱, چهارشنبه

م. م. غوښتل د یوه کنفرانس په ترڅ کې چې په کې ټول اړخونه ګډون ولري د ليبيا راتلونکې ته شکل ورکړي. خو د پلازمينې طرابلس په شاوخوا کې د جګړو دوام په دې اړه ټولې طرحې له منځه يوړې. اوس باید امنيت شورا په دې هکله تصميم ونیسي.

Tripolis Regierungssoldaten Vorbereitung Gegenoffensive
انځور: Getty Images/AFP/M. Turkia

د ليبيا له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي غسان سلامه ويلي دي: «تر هغه وخته پورې چې ګولۍ وریږي او هوايي حملې ترسره کيږي، مونږ نه شو کولای په کنفرانس کې د (ټولو اړخونو) د ګډون غوښتونکي شو.» خو سلامه وايي، دی په هر حالت کې مصمم دی چې پلان شوی کنفرانس په کوم کې چې دې ټولې ښکيلې خواوې ګډون ولري، همغږی کړي. تر دې دمخه په ليبيا کې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو د ترسره کيدو موده، د روان ميلادي کال د اپريل له ۱۴مې څخه تر ۱۶مې پورې ټاګل شوې وه.

اوس په پام کې ده چې په ليبيا کې د موجوده وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې بحث وشي. بريتانيا او آلمان دغه موضوع په يادې شورا کې د خپلې ناستې په اجندا کې شامله کړې ده.  آلمان په حاضر وخت کې د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا نوبتي مشري پر غاړه لري. د ليبيا له پاره د دغه سازمان ځانګړی استازی غسان سلامه غواړي د امنيت شورا په غونډه کې د ليبيا په اړه چې د نفتو يو شتمن هيواد دی، معلومات ورکړي.

«پوځي نښتې به په ګډه ودروئ»

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر فيليپو ګراندې د دغه سازمان له امنيت شورا څخه غوښتنه کړې چې د طرابلس له شاوخوا سيمو څخه د خلکو بې ځایه کیدو مخه ونیسي. ګراندي امنيت شورا ته ويلي دي: «د ليبيا په مسئله کې تر ټولو مهمه خبره، د پوځي جګړې درولو له پاره ستاسو ګډ اقدامات او دغه راز د ملکيانو او په سيمه کې د بند پاتې شوو مهاجرو او بې ځايه شوو کسانو د ژغورنې له پاره غوښتنه ده چې هلته بند پاتې دي.» د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتيرش، د دوشنبې ورځې په ماښام په ليبيا کې د جګړو د ژر درولو غوښتونکی شو.

خو د دغې غوښتنې سربیره د سه شنبې په ورځ جګړې بيا پيل شوې. دواړو لورو، يعنې د حکومت ملاتړو ځواکونو او د «ليبيا ملي پوځ» په نوم قطعاتو کوم چې جنرال خليفه حفتر پورې تړاو لري، په جګړو کې د پرمختګونو خبرې وکړې.

خو د معلوماتو له مخې داسې ښکاري چې تر اوسه دې يوه خوا هم په دغو جګړو کې د بل پر وړاندې پرمختګ نه وي کړی. په طرابلس کې د امنيتي کړيو په حواله، په يادو جګړو کې تر ټولو ډير زيان يوې سيمې ته چې د دغه ښار سويل لور ته په ۳۰ کيلومترۍ کې پرته ده، رسيدلی دی.

د طرابلس پر هوايي ډګر هم يوه هوايي حمله ترسره شوه چې له امله يې د طرابلس دغه یوازينی هوايي ډګر په موقتي توګه وتړل شو. دغې حملې ځاني تلفات نه درلودل. د يادې حملې مسئوليت د «ليبيا ملي پوځ» په غاړه اخیستی دی.

ملګرو ملتونو تر اوسه څه باندې ۱۵۰ زره هغه مهاجر چې تر اوسه د طرابلس په يوه کمپ کې اوسیدل، امن ځای ته انتقال کړي دي. ويل شوي چې د طرابلس په سويل کې دغه کمپ، په ورستيو شديدو جګړو کې اغيزمن شوی دی.

 / م ک ص/ س ر dw dari (afp, ap, dpa) si, nf

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب