د ليري ختيځ د جګړې وړاند وينه کيږي
۱۳۸۹ آذر ۳, چهارشنبهد روسيې د آزاد ډيموکراټ ګوند مشر ولادمير ږرنوسکي په مسکو کي خبريالانو ته ويلي چي د شمالي او جنوبي کوريا تر منځ دايمي شخړي د وخت په تيريدو سره کیدای سي په جګړې بدلي سي.
« تر هغه وخته چي نوري شخړي، لکه د فلسطين او اسرايلو يا نوري ډيري تودي، لکه عراق او افغانستان وي دا موضوع به لږ سړه وي. خو کله چي دغه کراري سي نو سم دلاسه به د ليري ختيځ جګړه پيل سي.»
د هغه په خبره په ۲۰۳۰ کال کي به د ليري ختيځ جګړه پيل سي دا به روسيې ته هم تاوان ورسوي. ځکه د هغه په فکر د جګړې په وخت کي به د روسيې د ولادي واستوک سيمه هم په امان کي پاته نسي.
د روسيې د آزاد ديموکرات ګوند د مشر ږرنوسکي وايي چي په دې کي هيڅ شک نسته چي د شمالي او جنوبي کوريا تر منځ جګړه د امريکايانو په ګټه ده.
هغه ويلي په هغه سيمه کي کيدای سي چي سړي و سته وو ستونزو ته د پای ټکی کښېږدي.
« خو په لوېديځ کي مشخصي ټولني، په لومړي سر کي د امريکا متحده ايالاتو ته دا په ګټه دي چي روان حالت دغسي په کنګل کي وساتي.»
انترفکس: نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم