د لښکرگاه په چاودنه کي ۲ تنه وژل سوي او ۲۶ نور ټپان دي
۱۳۹۰ مهر ۵, سهشنبهپه لومړي سرکي په هلمند کي د افغان ملي پوځ يو وياند، محمد رسول وويل، چي د لومړيو معلوماتو له مخي دا يو ځانمرګي بريد ؤ چي درې پوليس يي وژلي او درې نور يي ټپيان کړي دي.
خو د ولايت وياند داؤد احمدي وويل :« د پوليسو قرارګاه ته نژدې بمي چاودنه سوې. خو اوس سمدلاسه څه نه سو ويلای، چي د مړو يا ټپيانو شمير څومره دی.»
اوس د هلمند ولايت لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي وژل سوې کسان ملکي وگړي دي چي یو ماشوم هم پکښي شامل دی.
خبرپاڼه کاږي چي په دې پيښه کي ۱۶ تنه ملکي وگړي، چي پکښي ماشومان دي او ۱۰ تنه پوليس ټپيان سوي دي.
دغه راز راغلي، چي د چاودني سيمي ته نژدې شاوخوا کورونو او هټيوالو ته هم سخت مالي تاوانونه اوښتي دي.
لښکرګاه د افغانستان د هغو 7 سيمو له جملي څخه ده، چي امنيتي مسؤليت يې افغان ځواکونو ته سپارل سوی دی.
په پام کي ده، چي په نژدې راتلونکو کي له نړيوالو ځواکونو څخه د انتقال د پروسې دوهم پړاو پيل سي. هلمند د افغانستان د ډيرو ناکرارو ولايتونو څخه شميرل کيږي.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل