د ماداګاسکر ولسمشر اندرې راجیولینا ظاهرا د کرونا ویرس د ممکنه درملنې له پاره د نباتاتو له یو ډول څښاک څخه یادونه کړې. دا په داسي حال کي چي ددغو دوایی بوټو اغیزه تر اوسه له هیڅ کوم سازمان له خوا نه ده تأیید سوې.
راجیولینا د تطبیق سوو پلټنو په انستیتوت کي د خبریالانو او خارجي دیپلوماتانو په مخکي ویلي چي آزمویني ترسره سوي او دوه تنه ناروغان ددغه بوټي د ترکیب تر څښلو وروسته بیرته جوړ سوي دي.
هغه زیاته کړې: «د نباتاتو دغه څښاک د یوې اونۍ په ترڅ کي نتیجه ورکوي.» وروسته بیا هغه په خپله د حاضرینو په مخکي هغه وڅښه او وېي ویل چي زه لومړنی کس یم چي ستاسو په مخکي هغه څښم تر څو درته ثابته کړم چي دغه څښاک درملنه کولای سي او څوک نه وژني.
د ماداګاسکر د تطبیق سوو څیړنو د انستیتوت د منابعو له مخي، دغه څښاک چی اوس د «کووید اورګانیک» نوم ورباندي ایښودل سوی، د ارتیمیسیا په نامه بوټي او په دغه هیواد کي له نورو بومي نباتاتو څخه جوړیږي چي د ملاریا د درملني له پاره یې مثبته اغیزه ثابته سوې ده. خو ددغه نبات د واقعي اغیزي په اړه ډیر شکونه موجود دي. ددغه بوټي اغیزمنتیا نه د نړیوالو سازمانونو له خوا تأیید سوې او نه هم د کارپوهانو له خوا په دې برخه کي نوري پلټني سوي. دا په داسي حال کي چي بین المللي ډاکټرانو په وار وار سره د کرونا پرضد د ناپیژندل سوو نباتي ترکیب له څښاک څخه خبرداری ورکړی.
په امریکا متحده ایالاتوکي د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز، ددغه نباتي ترکیب له استعمال څخه خبرداری ورکوي او وایی چي «په دې اړه کوم طبي سند نسته چي نباتي ترکیبات دي د کووید ۱۹ ناروغۍ د درملني له پاره اغیزمن وي.
خو د ماداګسکر ولسمشر اندرې راجیولینا بیا دغه ډول دلایل ردوي او د هغو څښلو ته یې حتی په مکتبونو کي هم اجازه ورکړې تر څو په دې ډول د ماداګاسکر اتباع د کرونا له خطر څخه په امان پاته سي.
د افریقا په ختیځ د هند په اوقیانوس کي پروت دغه ټاپو وزمه هیواد تر اوسه پوري په کرونا باندي د ۱۲۱ تنو د اخته کیدو څخه خبرورکړی خو د مړیني کومه پیښه نه ده پکښي ثبت سوې.
دا په داسي حال کي ده چي په نړۍ کي د کرونا تر پراخیدو وروسته، په دغه هیواد کي، د دارویی بوټو په تیره بیا د لیمو او زنجفیل څخه جوړ سوي څښاک بازار ډیر تود سوی دی.
زموږ له آرشیف څخه:
د ښاپېرک په هکله حيرانونکي پټ حقايق ـ انځوريز البوم
د کرونا په بحران کي داسي اټکلونه زيات مطرح کيږي چي ګواکي دغه ويروس له ښاپېرکانو څخه انسانانو ته منتقل سوی دی. خو د دغه حيوانانو په هکله ښايي لاندني حيرانونکي معلومات هر چا ته نه وي معلوم:
انځور: picture-lliance/Zuma
شودې ورکوي
ښاپېرک ته په پښتو کي د شوپرک، آسمان څکالکي، آسمان چکالي، چرمي ښاپېرک، ماښمک او نور اصطلاحات هم کارول کيږي. دا حيوان چي د انټارکتيکا علاوه په نورو ټولو لويو وچو کي ژوند کوي يوازنی حيوان دی چي هم الوزي او هم خپلو چيچانو ته شیدې ورکوي. دغه حيوانان د غارونو تر څنګ په سواحلونو، ونو او د کورونو په چتونو کي لا هم اوسيږي.
انځور: Imago/Bluegreen Pictures
پر پاڼه اوسېدنه
ښاپيرک تر ۱۴ سوه څخه زيات بېلابېل اقسام لري چي پکښي صرف ۵ ډوله يې سپين دي. لکه دغه سپين ښاپېرک چي د ۴ او ۵ سانتي متر تر منځ لويوالی لري، صرف په اينځرو ګوذاره کوي، د بېلکونيا په نوم بوټي پاڼي داسي پرې کوي چي د کږدۍ شکل اخلي او بيا ورباندي ژوند کوي.