په مالاوي کې د قانون له مخې د کوچنیانو ودونه منع دي خو بیا هم زیاتره هغه کوچنیان چي سن یې د ۱۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ وي د میندو او پلرونو له خوا واده کولو ته اړیږي. د کوچنیانو د حقونو فعاله اینالا این گولو، غواړي دغه حالت ته تغیر ورکړي.
په جاپان کې د ماسایوکي اوزاکي په نامه یو فیزوتراپست له خپلي ناوکۍ سره په سفر کي. د دې پلاستیکي ناوکيو جسمي اندازه د یوې پیغلې نجلۍ په شان ده او په ډیر ظرافت جوړي شوي دي. د دې راز پلازستیکي ځیرکو ناوکيو بیې له ۵زرو څخه نیولې تر ۱۵ زرو امریکايي ډالرو پوري دي.
انځور: Getty Images/B.Mehri
په ساحلونو کې ولې یوازې قدم ووهو؟
یو جاپانی خپله پلاستیکي ناوکۍ ساحل ته له ځان سره انتقالوي. دوی دې ناوکیو ته د نږدې ملګري په سترګه ګوري. که په اوږده سفر ځي او یا هم ساحلونو ته، دوی خپلې ناوکۍ له ځانه سره بیايي.
انځور: Getty Images/B.Mehri
هوټل کې ګډ وخت
له جاپانی اوزاکي سره خپله ناوکۍ هم په هوټل کې ده. له هوټل څخه تر وتلو وروسته هغه غواړي په یوه پارک کې هم قدم ووهي.
انځور: Getty Images/B.Mehri
مصنوعي ښکلا
د جاپان نارينه که مېرمنه هم ولري د پلاستیکي ناوکيو د لرلو غوښتونکي دي. د ټولنیزو چارو کارپوهان وايي چې
دغه څه د ټولنې پر نظام منفي اغیز کولای شي.
انځور: Getty Images/B.Mehri
د جاپاني میرمنو کمه مینه
جاپانیان وايي چې د دوی میرمنې ډیره مینه نه ورسره کوي. نو له همدې امله اوزاکي چې واده هم لري، یوه پلاستیکي ناوکۍ رانیولې او له هغې سره له وخت تیرولو خوند اخلي. په دې انځور کې اوزاکي په پارک کې له خپلې پلاستیکي میرمنې سره قدم وهي.