1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیف د چلډرن: د مرستو کمیدل تر ټولو زیات نجونې اغیزمنوي

۱۴۰۴ مهر ۱۹, شنبه

د ماشومانو د حقونو سازمان «Save the Children» د شنبې په ورځ وویل چې په شلو هغو هیوادونو کې چې د مرستو د کمیدو له کبله ډیر اغیزمن شوي، ۱۳ یې د جنسیتي مساواتو له پلوه ډیر زیانمن شوي دي.

Sudan El Fasher 2025 | Ein Mädchen bereitet in einem Flüchtlingslager in der Region Nord-Darfur Essen zu
انځور: UNICEF/Xinhua/picture alliance

په المان کې د ماشومانو د ژغورنې ادارې مشر فلوریان ویستفال وویل: «کله چې پروژې کمې یا بندې شي، نو محرومې نجونې یې بیه پرې کوي.»

هغه ۱۳ هیوادونه چې له ښځو او نجونو سره د تبعیض له کبله د مرستو له کمښت سره مخامخ شوي عبارت دي له اسواتیني، نامیبیا، لسوتو، زامبیا، زیمبابویې، افغانستان، یوګاندا او تانزانیا څخه.

د بودیجې یا مرستو دغه کمښت په ځانګړي توګه د ۱۶۷ میلیونه هغو نجونو له پاره ډیر سخت دی چې له ۱۰ تر ۱۹ کلونو پورې عمرونه لري، او د دغو هیوادونو اوسیدونکي دي. ویستفال ټینګار وکړ: «دوی نور ښوونځي ته نه شي تللی او لږه روغتیایي پاملرنه ترلاسه کوي. په ورته وخت کې د تاوتریخوالي او استثمار خطر زیاتیږي.»

خو «د سیف د چلډرن» یا ماشومانو د ژغورنې سازمان په حواله د کلونو راهیسې په نورو هیوادونو کې هم جنسیتي مساواتو ته شدیده اړتیا موجوده ده. ویستفال وویل: «د نړۍ په کچه حکومتونه، ټولنې او تصدۍ باید پر نجونو پانګونه وکړي، د دوی د حقونو ساتنه وکړي او د خپلو خوبونو په حقیقت بدلولو کې ورسره مرسته وکړي.»

د هغه په وینا د زده کړې، حفاظت او روغتیایي پروګرامونو له پاره د ۱۸،۹ میلیارده یورو معادل پیسو ته چې اړتیا ده هغه نشته دي. د دغه سازمان د معلومانو له مخې د کال له پیل راهیسې په نړیواله کچه بهرنۍ مرستې ۱۴ سلنه کمې شوې دي.

د مرستو دغه کمښت په دغو حساسو شرایطو کې ځوانې نجونې اغیزمنوي. ۱۲۲ میلیونه د دغو نجونو د جګړې په سیمو یا زیانمنونکو سیمو کې ژوند کوي. سربیره پر دې یوازې په روان کال کې تر ۳،۵ میلیونو ډیرې نجونې له طبیعي ناورینونو څخه اغیزمنې شوې دي.

آیا د نجونو پر مخ به تعلیمي مرکزونه پرانیستل شي؟

29:30

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل