د ماشومانو مړينه يو په څلورمه راټيته شوی ده
۱۳۸۶ آبان ۱۴, دوشنبهاعلان
جمهور ريس کرزی د بين المللي ټولنې او مرستندویو ټولنو څخه مننه وکړه او وويل:
دا تر ټولو لوی د خوښی خبر دی، چې زموږ دومره ماشومان ژوندي پاتي کېږي.
دغه خبر د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د امريکا د جان هاپکين د پوهنتون د يوې سروې په اساس ورکړی دی.
د دغه رپوټ په بنسټ په ۲۰۰۶ کال کې د زرو څخه يوسلو يو نوي ماشومان مړه شوي دي، حال دا چې په کال ۲۰۰۱ کې د زرو څخه دوه سوه او اوه پنځوس ماشومان مړه کيدل.