د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي دي چې په تیره میاشت کې په یمن کې د وژل شوو ټولو ماشومانو نیمایي یې په حدیده او تعز ښارونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغه سازمان په وینا هلته لا جګړه نه ده ختمه شوې او تل ماشومان له دغې جګړې کړیږي. مریم الدوګاني، چې په حدیده کې د دغه نړیوال مرستندویه سازمان له پاره کار کوي ویلي دي: «دراماتیک بشري کړکیچ ادامه لري.»
د ۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې په ۱۳مه نېټه د یمن د جګړې ښکیلو اړخونو د ملګرو ملتونو په منځګړتوب په ستاکهولم کې یوه تړون لاسلیک کړ، چې د عربي نیمه ټاپو په دغه هیواد کې یې د سولې د ژر رامنځ ته کیدو هیلې راټوکولې وې. ښکیلو اړخونو په ځانګړې ډول د ستراتیژیک لحاظه مهم بندر حدیده له پاره پر اوربند توافق کړی وو. دغه بندر د یمن د ولس له پاره د موادو د تأمین په برخه کې مرکزي نقش لري. خو د سیف دي چلډرن، د رپوټ له مخې د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ او اکتوبر تر میاشتو پورې یوازې په حدیده کې د جګړو په ترڅ کې ۵۶ ماشومان وژل شوي او نور ۱۷۰ تنه ټپیان شوي دي.
د ایران له ملاتړ برخمن حوثي ياغيان د يمن او د حکومت او سعودي په مشرتوب ائتلاف پر ضد جگړه کويانځور: picture-alliance/dpa/H. Al-Ansi د دغه سازمان د رپوټ له مخې د دغه توافق د لاسلیکیدو راهیسې په تعز کې د ماشومانو د مړینې قضیې تر ۵۷ اوښتي دي چې د پخوا په پرتله دوه برابره ډیري دي. همدا شان ویل شوي چې د جګړې ښکیلو اړخونو په تعز کې د یوه بشري کاریدور یا لارې د پرانیستو ژمنه کړې، خو تر اوسه دغه کار نه دی تر سره شوی.
الدوګاني، چې په خپله ډاکټره هم ده ویلي دي چې په روان میلادي کال کې تر ۵۰۰ زیاتو ماشومانو روغتیايي درملنه شوې ده. د هغې په خبره ځینو یې داسې سخت ټپونه درلودل چې ژوندانه ته یې خطر وو. هغې د هډوکو د ماتیدو، سوځیدو او د مرمیو د سختو ټپونو خبره وکړه. الدوګاني یادونه وکړه چې «د ماشومانو پر ضد دغه جګړه باید ختمه شي.»
sr/bs (kna, epd, afp)
زموږ له آرشيف څخه:
د یمن ماشومان له زور زیاتیو او لوږې سره په مبارزه کې
یونیسف وايي چې زور زیاتي، بې کوره کیدل، وچکالي او روغتیايي آسانتیاوو ته نه لاس رسی هغه څه دي چې د یمن خلک ورسره لاس او ګریوان دي. د یمن نږدې یو نیم میلیون وګړي له خوارځواکۍ سره مخامخ دي. انځور: Getty Images/AFP/A. Hyder په وروستیو وروځو کې د یمن د ماشومانو ځینو دردوونکو انځورونو د نړیوالو پام ځان ته جلب کړی. د یمن په پلازمینه صنعا کې ډیر بستري شوي ماشومان له خوارځواکۍ څخه کړیږي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Hyder په کال کې د په زرونو تازه زیږدلو ماشومانو مرګ د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو د صندق یا یونسف استازې میرمن مریچل رلانو په وینا، په یمن کې نږدې یو نیم میلیون ماشومان د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Huwais د دې جنګ ځپلي هیواد وګړي د خپل ژوند د دوام له پاره، نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. د دې هیواد په روغتونونو کې د دارو درملو کمښت په ځانګړي توګه سترې ستونزې زیږولي دي. د یونسف په حواله په یمن کې په کلني ډول ۲۵ زره نوي زیږدلي ماشومان له زیږیدو سمدلاسه وروسته یا د یوې میاشتې په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
انځور: picture alliance/Photoshot/M. Mohammed جګړې چې کورنۍ له منځه وړي د څیړونکو په نظر، په یمن کې د دوو سیمه ایزو قدرتونو ایران او سعودي عربستان ترمنځ نیابتي جګړې ادامه لري چې بیه یې بیا یمنيان پرې کوي. ایران د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي او د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف بیا د عبد رب منصور هادي په مشرۍ د دولتي ځواکونو ملاتړ کوي. د دې جګړو له امله ګڼ شمیر وژل او بې کوره شوي او ورځ تر بلې وژونکې ناروغۍ هم ډیریږي.
انځور: Getty Images/AFP/STR څارونکو او د چارو کارپوهانو په وار وار سره په یمن کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی. د نړیوال خوراکي پروګرام یو له مسوولینو څخه بتینا لوشر وايي چې د یمن ناورین اوسمهال په نړۍ کې تر ټولو ستر انساني کړکیچ شمیرل کیږي.
انځور: Reuters/K. Abdullah د نړیوال خوراکي پروګرام د مسوولینو له ډلې څخه بتینا لوشر همدا راز وایي چې په یمن کې تر یو میلیون ډیرې میرمنې میندواره دي او یا هم خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي، یوازې د نړیوالو مرستو پر مټ خپل ژوند ته ادامه ورکولی شي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Hyder په یمن کې ناورین د دې سبب شوی چې سعودي عربستان د دې هیواد د وضعت د ښه کولو له پاره ۲ میلیارده ډالر مرسته وکړي. خو ګڼ شمیر مرستندویه سازمانونو بیا له عربستانه غوښتي چې یمن ته د مرستو د رسولو ټولې لارې پرانیزې.
انځور: picture alliance/AP Photo/H. Mohammed د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د ۲۰۱۷م کال په نوامبر میاشت کې د یمن په شمال کې د حوثي یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو کې د مرستو د رسولو ټولې لارې تړلي دي. خو ریاض د نړیوالو تر زیاتو فشارونو وروسته ځینې بندري لارې بیرته پرانیستلې تر څو د مرستو رسول ممکن شي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Mohammed د سعودي عربستان په مشري پوځي ائتلاف درې کاله کیږي چې د صنعا په ګډون د حوثي یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو باندې هوايي بریدونه کوي. د یمن په کورنۍ جګړه کې نږدې ۹ زره کسان چې زیاتره یې ملکي کسان دي، وژل شوي دي. د یونسف په وینا په وژل شوو کې نږدې ۵ زره تنه بیا ماشومان دي.
انځور: Reuters/K.Abdullah د کارپوهانو په حواله د وژونکۍ ناروغۍ یا وبا په پراخیدو سره، په یمن کې د شته ستونزو په کچه کې لا ډیر والی راغلی. ویل کیږي چې په وبا د اخته کسانو شمیر تر یو میلیون کسانو اوښتی.
انځور: Getty Images/AFP/A. Hyder