1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ماشومانو په ګډون اته مهاجر ډوب شوي دي

۱۳۹۴ دی ۳, پنجشنبه

ترکۍ رسنۍ وایي چې د درو ماشومانو په ګډون اته مهاجر له هغه وروسته په آژه سیند کې ډوب شوي دي چې د پنجشنبې په وړځ یې غوښتل ځان د یونان لیسبوس ټاپو ته ورسوي.

انځور: Reuters/G.Moutafis

د دوګان په نوم شخصي خبري اژانس په حواله د مهاجرو د لرګو کښتۍ په آژه درياب کې له بادیملي ساحل څخه دوه کیلومتره لري له هغې وروسته ډوبه شوه چې د سیند له سختو څپو سره مخامخ شوه. د خبري اژانس په وینا ۱۴ کسان لا هم ورک دي.

د دې خبري آژانس د رپوټ په حواله له هغه وروسته چې وویل شول چې کیدای شي ځیني مهاجر لا هم په کښتۍ کې بند پاته وي د ترکېې ساحلي ساتونکي او لامبو وهونکي يادي سیمي ته ځانونه ورسول، څو ورک شوي کسان پیدا کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو سازمان (UNHCR) او د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په همدې اوونۍ کې په یوه رپوټ کې وویل چې اروپا ته سږ کال تر یو میلیون ډیرو مهاجرو د اوبو له لاري ځانونه رسولي دي.

په ترکيه کې اوس ۲،۲ میلیونه سوریايي مهاجر استوګن دي او دا هیواد اروپا ته د راتګ له پاره د مهاجرو په تمځای بدل شوی دی.

انقرې له اروپایې اتحادیې سره یو تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې یې د نغدي مرستو په بدل کې ترکیه اروپایي اتحادیې ته د مهاجرو د تګ مخنیوی کوي.

د ترکیې پولیس او ساحلي ساتونکو د سمندر په سواحلو کې خپل شمېر زيات کړی دی، څو د قاچاقبرانو مخنیوی وکړي. د ژمي د یخنیو له کبله اروپا ته د اوبو له لاري د تلونکو مهاجرو شمېر هم راکښته شوی دی.

د ترکیې خبري آژانسونه وايي چې اروپا ته د تلونکو مهاجرو د شمېر په راکښته کېدو سره، قاچاقبرانو له ترکیې څخه اروپا ته د اوبو له لاري مصرف له ۱۲۰۰ ډالرو څخه ۵۰۰ ډالرو ته راکښته کړی دی.

په روان کال کي اروپا ته د مهاجرت سفر پرمهال شاوخوا ۳۷۰۰ انسانان وژل سوي يا ورک سوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب