1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مالي بحران سره د مبارزې په خاطر په پاريس کي غوڼده روانه ده

۱۳۸۷ مهر ۲۱, یکشنبه

هغه اروپايي هيوادونه چي يورو پکښي چليږي پر دې سره ږغيږي تر څو ددوشنبې تر ورځي پوري و داسی يوې پريکړي ته سره ورسيږي چي د کړکيچ سره د مخامخو بانکونو سره مرستي وکړي او د بحران څخه يې وژغوري

د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل او د فرانسې ولسمشر نيکولا سرکوزي
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل او د فرانسې ولسمشر نيکولا سرکوزيانځور: AP

کرستوف ووس ليکي، د کولمبي ليس دوکس ايگلسس په سيمه کې، د فرانسې د پخواني مشر چارلس دو گول په کورکې د نوموړي او د هغه وخت آلماني مشر کونراد ادناور له لېدنې کتنې نه 50 کاله وروسته، د آلمان موجوده لومړۍ وزيرې ميرمن انگيلاميرکل او د فرانسې مشر نيکولاس سرکوزي غوښتل د چارلس دو گول يادگاري آبده پرانيزي او د آلمان او فرانسې د پخولاينې پنځوسمه کاليزه ولمانځي.

خو اقتصادي او مالي بحران پر هغه د مني د ژېړ لمر په وړانگو روښانه ماڼۍ باندې سيوری اچولی وو.او د آلمان لومړۍ وزيرې په څرگند ډول سره وويل:«څه چې په موجود وخت کې منځ ته راغلي، اصلا د بازار يوه هياهو ده، او دا ځکه چې بايد بيا دې ته اړايستل شي، چې په ټولنيز سيستم کې راشي، کوم چې موږ به يې په خپلو هېوادونو کې په شريکه سره استازيتوب کوو او زموږ د اورپا د پاره به يو سمبول وي.»

او د دې هياهو سره د مبارزې په خاطر، هغه اورپايي هېوادونه چې يورو پکې چليږي، نن د يکشنبې په ورځ په پاريس کې صلاح مشورو ته سره ناست دي. البته په دې غونډه کې هغه څه چې آلمان او فرانسه ووايي، د زياتې پاملرنې وړ به وي، ځکه دا هېوادونه د اقتصاد له مخې ډېر پياوړي دي. د يورو هېوادونه غواړي په بيړه سره، مخکې له دې نه چې په دوشنبه د اکتوبر په 13 ورځ د پيسوبازارونه يا اميانۍ وازې شي، يوې روغې جوړې ته سره ورسيږي.

د آلمان د پيسو په بازارکي هيرانونکي حالت روان دیانځور: AP

آلمان همدا اوس اوس د يوه بيړني قانون د جوړولو په حال کې دئ، او دا له امکان څخه ليرې نه ده، چې له کړکېچ سره مخامخ بانکونه به دولتي کيږي - ولو که لومړۍ وزيرې دا خبره په ډېر احتياط سره کړېده. ميرکل وايي:«موضوع دا ده، چې بانکونو ته بايد په پوره اندازه سره پانگه ورکړل شي، تر څو په ډاډه زړه سره عمل وکوي، او زه دا له امکان نه ليرې نه گڼم، چې په دې لاره کې مالي ملاتړ کېدلی شي. دا کوم بل څه هم نه دي، بلکه هغه څه لکه چې شرکتونه له بازار نه پورونه لاس ته وروړي. نو دلته اصلا خبره د تل د پاره د دولتي کولو نه شته، چې گويا دولت به په نظر کې لري، د تل د پاره په بانکونو باندې کار ولري، نه، دا د دولت لخوا بانکونو سره يوه مرسته ده.»

له دې سره آلمان د فرانسې دريز ته ډېر نږدې شوی. د همدې اونۍ په پای کې د فرانسې د ماليې وزيرې کرستينې لاگارده، د اړو بانکونو د پاره د دولت مرسته او ونډه وغوښته - لکه څرنگه چې انگلستان هم کړيدي.

فرانسه او جرمن غواړي په دې شريک دريز سره، له دې کړکېچ څخه د خلاصون په لاره کې موجود د نظر توپيرونه يوه خواکړي.«سرکوزي وايي: گراني انگيلا، له بې مثاله بحران سره مخامخ اورپا يواځې په هغه صورت کې د معاملې وړ پاتې کېدلی شي، چې موږ آلمان او فرانسه شريک کار سره وکوو - په پوره باور او بې مثاله ملگرتيا سره . مېرمن لومړۍ وزيرې، موږ د خپلو دوا ملکونو په گټه شريک کار سره کوو، موږ هم هغه ډول لکه کونراد ادناور او چارلس دوگول گډ کار کوو.»
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب