د مالي د وضعې په هکله یوه بله بیړنۍ ناسته ترسره شوه
۱۳۹۱ فروردین ۱۴, دوشنبهد مالي په هیواد کې د کودتا وروسته په دغه هیواد کې د بې ثباته امنیتي وضعې په هلکه د خبرو اترو په موخه د لویدیځې افریقا د اقتصادي ټولنې د دولتونو او حکومتونو مشران د سنیګال په پلازمینه ډاکار کې سره راټول شوي دي.
دغه خبره د عاج د ساحل ولسمشر الحسن واتارا، وکړه. د تیرې پنجشنبې په ورځ په ترسره شوې لیدنه کتنه کې د دولتونو مشرانو د نظم د رامنځته کولو غوښتنه کړې وه او پر دې سربیره ئې د بندیزونو ګواښ کړی وو.
د یکشنبې په ورځ کودتا کوونکو یوه ملکي حکومت ته د واک د سپارلو او د ټاکنو د کولو وعده ورکړه او اساسي قانون ئې بیرته پلي کړ.
په دې منځ کې د طوارق یاغیانو د تمبکټو ښار هم نیولې دئ. دغه وروستې ښار وو چې د حکومتي ځواکونو له خوا تر کنترولیده.
پوځيانو د مارچ په ۲۲ نیټه د خپلې کودتا په دلیل کې ویلي ول چې حکومت د طوارق د یاغیانو پر ضد کافي ګامونه، نه دي پورته کړي.