د مالي هيواد پوځي مشران واک منځمهاله ولسمشر ته سپاري
۱۳۹۱ فروردین ۱۹, شنبهد مالي هيواد پوځي حکومت د لوېديځي افريقا د اقتصادي تړون د هيوادونو سره موافقه کړې ده چي واک به خوشي کوي. په اعلان سوې موافقه کي راغلي دي چي واک به د منځمهاله ولسمشر په توگه د پارلمان رئيس ډيوکونډا ترا اوره ته سپارل کيږي.
ترا اوره به د پلان له مخي د څلوېښتو ورځو په جريان کي نوي ټاکنې تر سره کوي. ويل سوي دي چي د موافقې له مخي به د مارچ د ۲۲مې په کودتا کي برخه وال ټول کسان بخښل کيږي. پدغه نېټه د مالي پر ولسمشر امادو تا اورې کودتا سوې وه او د هيواد د واک چاري پوځي جنرالانو په لاس کي اخيستي وې.
دا چي پوځي حکومت واک بېرته ملکيانو ته سپاري نو په بدل کي به ئې د لوېديځي افريقا د اقتصادي تړون ټولنه پر مالي لگول سوي اقتصادي بنديزونه هم لرې کوي. د دې څخه تر مخه په نړۍ واله توگه د مالي په شمال کي د ياغيانو لخوا د نوي هيواد او د خپلواکۍ اعلان غندل سوی وو. د افريقایي هيوادونو ټولنې، اروپايي ټولنې او متحده ايالتونو په خپلو غبرگونونو کي ويلي ول چي د آزاواد په نوم دغه هيواد به په رسميت ونه پېژني.