1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مجرمو سوریاېي او افغان کډوالو پر ایستلو د آلمان ټینګار

۱۴۰۳ مرداد ۷, یکشنبه

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، له یو شمېر هېوادونو سره خبرې روانې دي چې افغانستان او سوریې ته د مجرمو پناه غوښتونکو د ایستلو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

Deutschland I Bundespressekonferenz 10 Tage vor der EM in Berlin
د آلمان د کورنیو چارو فدرالي وزیره نانسي فیزرانځور: Frederic Kern/Geisler-Fotopress/picture alliance

دآلمان د کورنیو چارو فدرالي وزیرې نانسي فیزر په دې اړه د «بیلډ ام سونټاګ» ورځپاڼي ته د  (جولای په  ۲۸ مه) وویل: «موږ غواړو  په ځانګړي ډول په پرله پسې توګه هغه اسلامپالي چې تاوتریخوالی ترسره کړی اخراج کړو. موږ له بېلابېلو حکومتونو سره په پټه خبرې کوو چې افغانستان او سوریې ته د بېرته ستنولو امکان برابر شي.» د هغې په ​​وينا، هغه افغانان او سوريايي وګړي چې [جرمونه کوي] بايد د ګاونډيو هېوادونو له لارې خپلو سيمو ته ولېږدول شي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیرې زیاته کړه:«زما لپاره د آلمان امنیتي ګټې په لومړي سر کې دي.د هغې هدف دا دی چې« فدرالي پولیس کولی شي ژر تر ژره په دې اخراج کې د مسؤلو ایالتونو ملاتړ وکړي.هغه څوک چې په آلمان کې د پاتې کیدو حق نه لري باید په واضح او ښکاره  ډول زموږ هیواد پریږدي.»

د «بیلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې په خپل رپوټ کې زیاته کړې چې د بهرنیو چارو وزارت په عین حال کې د وضعیت په یوه محرمه ارزونه کې دې نتیجې ته رسیدلی چې «د سوریې د خاورې په ټولو برخو کې» اوس هم « په شدت بېلابېل جنګي عملیات» روان دي. له همدې امله د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې «د کډوالو د خوندي ستنیدو شرایط نشته.»

په همدې حال کې د آلمان د اپوزیسیون د مسيحي دیموکرات ګوند يو سياستوال، ماریو فیګت، له «شترن» مجلې سره په مرکه کې، نه یوازې د مجرمینو، بلکې د هغو پناه غوښتونکو لپاره چې آلمان کې د  پاتې کیدو امکانات نه لري، سوریې ته د اخراج غوښتنه کړې ده.

 فیګټ، چې د تورنګین ایالت د پارلمان غړی هم دی، زیاته کړه: « په اخراج عمومي بندیز باید لیرې شي.» هغه له  فدرالي حکومت څخه وغوښتل چې « د اروپايي اتحادیې له غړو هیوادونو سره  یو ځای دې د دیالوګ له لارې  د بشارالاسد له رژیم سره خبرې وکړي.»

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

06:25

This browser does not support the video element.


zn/aa/AFPD-hm-aj

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل