د محقق ساتونکي په خطا یوه ناوې وژلې ده
۱۳۹۶ تیر ۲۶, دوشنبهپه یوه واده کې د هوایي ډزو پرمهال د یکشنبې په ورځ یوه ناوړه پیښه رامنځ شوې. کله چې د واده یوه کاروان د محمد محقق، د کور تر څنګ تیریدی، او هوايي ډزې یې کولې، د دغه افغان چارواکي ساتونکو فکر وکړ چې ورباندې برید شوی او ځوابي ډزې یې وکړې. د ډزو په پایله کې ناوې وژل شوي او د واده څلور تنه نور میلمانه ټپیان شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش، د دوشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «د ناوې له موټر سره ملو کسانو د محقق کور ته نژدې هوايي ډزې کولې. ساتونکو فکر وکړ چې ورباندي برید شوی او پر هغوی باندې یې ډزې وکړې.»
دانش روښانه کړې چې د پیښې په تړاو څلور کسان چې د محقق د کور دوه ساتونکي هم پکې شامل دي، نیول شوي دي. دا پیښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې په پلازمینه کابل کې د وروستیو بریدونو له کبله افغان چارواکو خپل امنیتي تدابیر لا پسې شدید کړي دي.
په افغانستان کې ډیر وخت خلک د ودونو او د خوښۍ د نورو مراسمو پر مهال هوايي ډزې کوي. که څه هم د دغه دود د ختمولو له پاره څو وارې هڅې شوې دي، خو بیا هم وخت نا وخت په مراسمو کې حاضر کسان هوايي ډزې کوي.
د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې کله چې د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې زیمبابوي ته ماتې ورکړه، د افغانستان په بیلابیلو برخو کې هوايي ډزې وشوې چې له کبله یې په هلمند ولایت کې یو تنکۍ ځوان ووژل شو او په کابل کې بیا څو تنه ټپیان شول.