د مخدره موادو د قاچاق په تور د پوليسو شپږ چارواکي نيول سوي
۱۳۹۸ بهمن ۱۷, پنجشنبه![Afghanistan - Polizeieinheit hinter Opiumfeld](https://static.dw.com/image/48385073_800.webp)
د کورنيو چارو وزارت د مخدره موادو د خرڅلاو او باج اخيستني په تور د کابل د پوليسو د شپږو چارواکو د نيولو خبر ورکړی دی. د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي نن پنجشنبه په يوې خبري ناسته کي اعلان کړه چي د کابل د امنيه قوماندانۍ له مخدره موادو سره د مبارزې مدير ميان احمد احمدي نيول سوی دی.
د کورنيو چارو وزارت وياند له ميان احمد احمدي څخه، د مخدره موادو د مافيا د لوی قاچاقبر په توگه يادونه وکړه. رحيمي وويل »هغه د کابل ښار په ټولو حوزو کي مخدره مواد ويشل او له خرڅووونکو څخه يي باج واخيست.«
د کورنيو چارو وزارت د وياند په خبره، ميان احمد احمدي د افغان ـ سويس د ډلي مشر هم وو. د داخله وزارت وياند زياتوي »هغه غوښتل چي له کابل څخه د افغانستان شمالي ولايتونو ته وتښتي او پلان يي درلود چي له هغه ځايه منځنۍ آسيا ته ولاړ سي. خو د پروان ولايت د سالنگ په ولسوالي کي د کورنيو چارو وزارت د منسوبينو له خوا ونيول سو.«
د کورنيو چارو وزارت وايي چي د نوموړي وزارت پنځه تنه نور کارکوونکي هم نيول سوي. د کورنيو چارو وزارت ويلي چي د کابل ښار د پنځمي حوزې د مخدره موادو سره د مبارزې د کشف آمر اجمل، د کابل د مخدره موادو سره د مبارزې د مديريت د عملياتي تيم مشر عبادالرحمن، د مخدره موادو د کنترول مديريت معاون سمونوال الله داد، له مخدره موادو سره د مبارزې د مديريت د ارزونې او تحليل آمر فريدالله او د کابل د مخدره موادو سره د مبارزې د مديريت د کشف آمر لمر هم د ورته جرم په تور نيول سوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي چي ددغو کسانو دوسيې عدلي او قضايي ادارو ته استول سوي.
څه وخت مخکي هم د افغانستان د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چي د تير يوه کال په ترڅ کي يي۵۷۰ پوليس په ټول هيواد کي نيولي دي. د دغه وزارت په حواله، دغه کسان د باج اخيستلو، اداري فساد، له خلکو سره د غير قانوني چلند او له وظيفوي صلاحيتونو څخه د ناوړه گټي اخيستني په تور نيول سوي او عدلي او قضايي ارگانونو ته سپارل سوي دي.