دغه حقوقي دعوه د سپيني مانۍ مخي ته د احتجاج کوونکو په وړاندي د پوليسو د غبرګون او چلن له کبله سوې ده. د امريکايي مدني حقونو د اتحاد (ACLU) په نوم سازمان له خوا د دغي حقوقي دعوا متن د پنجشنبې په ورځ خپور کړل سو. د دغه متن له مخي هغه احتجاج چي په سوليزه توګه د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د می لومړۍ نېټه) د سپيني ماڼۍ ساحې ته نژدې رابلل سوی ؤ، د پوليسو له خوا د اوښکي بهوونکي ګاز او د احتجاج کوونکو په وړاندي له ربړي مرميو د استعمال په مرسته منحل کړل سو. احتجاج د پوليسو له خوا د نيول کېدنې پر وخت د تورپوستي امريکايي جورج فلويډ سره د پيوستون په مقصد جوړ سوی ؤ.
د (ACLU) سازمان د واشنګټن په فدرالي محکمه کي ياده حقوقي دعوا کړې ده. د رسنيو د راپورونو له مخي په دغه حقوقي دعوا کي د متحده ايالاتو د عدلي وزيز ويليم بر او د دفاعي چارو د وزير مارک اېسپر نومونه هم راغلي دي. د دغې دعوا له مخي د پوليسو له خوا و سپيني ماڼۍ ته نژدې د سوليز احتجاج په وړاندي عملياتو سره د امريکا د متحده ايالاتو په اساسي قانون کي تضمين سوي بنيادي حقونه تر پښو لاندي سوي دي.
د (ALCU) سازمان يو وياند و (CNN) رسنۍ ته ويلي چي « د احتجاج کوونکو د نظر سره د اختلاف له کبله د ولسمشر له خوا د هغوی په وړاندي د شرم وړ، غير قانوني او غير لمسول سوي بريد زموږ د اساسي قانون هغه اساس لړزولی چي زموږ د ملت نظم ورباندي قايم دی.» په يو ټويټ کي غوښتنه سوې چي دحکومت سره بايد حساب وسي.
د امريکا د متحده ايالاتو د عدلي چارو وزير بر د پنجشنبې په ورځ د پوليسو له هغه عملياتو څخه دفاع کړې وه چي په په ترڅ کي يې د دوشنبې په ورځ و سپيني ماڼۍ ته نژدې احتجاج منحل کړی ؤ. د دغو عملياتو په ترڅ کي پوليسو په تاوتريخوالي سره احتجاج کوونکي د سپيني ماڼۍ له مخي شړلي ول. له دغه عملياتو څخه لږ وخت وروسته ولسمشر ترمپ و نژدې واقع کليسا ته ورغلی ؤ چي هلته يې انځورونه واخيستل سي. نوموړي د دغې کليسا مخي ته انجيل په لاس کي کېمرو ته پوزونه نيولي ول. د عدلي چارو وزير بر ويلي چي د ولسمشر له پاره بايد دا ممکنه وي چي له سپيني ماڼۍ څخه ووځي او نژدې عبادتځي ته ولاړ سي.
د (ACLU) سازمان ويلي چي د احتجاجونو پر وخت د امنيتي چارواکو له خوا د ژورنالستانو په وړاندي د تاوتريخوالي له کبله به بله حقوقي دعوا هم وکړي.
ډي پي اې/ا.ا./ګ.پ
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم(01.06.2020 )
د جورج فلويد وژنه: مظاهرې تر سپيني ماڼۍ ورسيدې
د يوه پوليس له خوا د تور پوسته امريکايي وگړي جورج فلويد تر وژل کيدو وروسته په امريکا کې خلک له تورپوستو وگړو سره د سيستماتيک تعيضي چلن پر ضد غوسه ښکاره کوي. دغه مظاهرې آن د سپينې ماڼۍ تر دروازې رسېدلي دي.
انځور: picture-alliance/newscom/C. Sipkinله تور پوستو امريکايي وگړو سره د پوليسو د زرو زياتي پر ضد مظاهرې له ميناپولس څخه ډېر ژر نورو ښارونو لکه نيويارک ته وغځيدلې چیرته چې په دغه (انځور کې) ښځه هم سړک ته راوتلې. مظاهرې تر هغه وورسته پيل شوې چې يوه پولیس يو ۴۶ کلن تور پوستی امريکايي جورج فلويد ته ولکچې اچولې وې او بيا يې خپل زنگون د هغه پر غاړه تر هغه وخته ايښې وو چې فلويد نوره ساه نه شوای کښلای او ومړ.
انځور: picture-alliance/newscom/C. Sipkinمظاهره چيان سپينې ماڼۍ ته رسيدلي
ترهغه لږ وروسته چې په واشنگټن کې هم د امريکا د نورو ښارونو لکه لوس انجلس، شيکاگو، ميامي او ديترويد په څير گرځبندیز اعلان شو، مظاهره کوونکي د سپيني ماڼۍ مخې ته راټول شول او اورونه یې بل کړل. پوليسو هڅه وکړه چې دا تر زرو زيات کسان د اوښکې بهونکي گاز په پاشلو سره وشړي. دا پرله پسې دريمه شپه وه چې مظاهره کوونکي د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته راټول شوي ول.
انځور: Reuters/J. Ernstله آرام احتجاج څخه تر خونړي اخ و ډبه پوري
د شنبې په ورځ زياتره احتجاجونه په آرامه فضا کې تر سره شول، خو د شپې له خوا بيا په ځينو سيمو کې اخ و ډب رامنځته شو. په واشنگټن ډي. سي. کې چیرته چې دغه سړی (په انځور کې) پر گونډو دی، د سپيني ماڼۍ مخې ته ملي گارد ولاړدی. په اندياناپولیس کې د ډزو پر وخت يو کس وژل شوی. په نيويارک کې بيا دوو پوليسو پر خلکو موټر ور ځغولی.
انځور: picture-alliance/ZUMA/J. Mallinيوه کس (په انځور کې) له يوې مغازې څخه چې دروازې یې ماتې شوي دي، يو ځينځیر چور کړی دی: په ځينو ښارونو کې چې لوس انجلس، اتلانتا، نيويارک، شيکاگو او ميناپولیس پکې شامل دي، مظاهرې په اخ و ډب بدلې شوې او خلکو مغازې او دوکانونه لوټ کړل.
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Pizelloولسمشر دونالد ترمپ د مظاهرو د ځپلو له پاره د پوځ گمارلو گواښ کړی دی. هغه ويلي دي چې حکومت به یې تاوتريخوالی ودروي. ترمپ د دې اخ و ډب پړه پر کيڼ اړخه افراطي ډلو اچولې ده. خو د ميناسوتا گورنر ټم والڅ خبريالانو ته وويل چې د سپين پوستانو په اړه يې ډېر ناتائيد شوي رپوټونه اوريدلي چې زور زیاتي ته لمن وهي.
انځور: picture-alliance/ZUMA/K. Birminghamژورناليستان هم په نخښه شوي
ډیر ژورناليستان چې د مظاهرو په اړه رپوټونه ورکوي، خپله هم په نخښه کيږي. د جمعې په ورځ د سي اين اين شبکې يو خبريال او همکاران یې په ميناپولس کې د خبر ورکولو پر مهال ونيول شو. يو شمير ژورناليستان په ډزو لگيدلي او يا هم د ژوندۍ خبرونو پر مهال نيول شوي دي. د دويچه ويله پر خبريال ستفين سيمونز د پولیسو له خوا هغه وخت ډزې وشوې چې د رپوټ ورکولو له پاره په چمتووالي بوخت وو.
انځور: Getty Images/S. Olsonيو احتجاج چې نړيواله بڼه یې خپله کړه
د کاناډا په ونکوور او تورنتو ښارونو کې هم خلکو په امريکا کې د پولیسو د زور زياتي پر ضد مظاهرې وکړې. هغوی د ريگس کورشينسکي پاگويت يادونه هم وکړه. نوموړې د چهار شنبې په ورځ د خپل کور له بالکون څخه هغه مهال غورځيدلې وه چې څو ساعته له يوه پولیس سره يوازې په دغه کور کې وه. پولیس د دغه رواني ناروغې ښځې سره د مرستې له پاره ورغوښتل شوي ول. په لندن او برلين کې هم خلکو د امريکا د لاريونو ملاتړ وکړ.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Shivaaniپه آلمان کې د خلکو غوسه مخ پر زياتېدو ده
د برلين پر «پارک ديوال» په گرافيتي سره د جورج فلويد د وژنې يادون وشو. د هغه له خوا په نااميدۍ کې ويل شوي دغه ټکي I can't breathe یعني «زه ساه نه شم کښلای» په ټوله نړۍ کې د تويتر په هیش تيگ بدل شوي او ډېر لاس پر لاس کيږي. د شنبې په ورځ په برلين کې د امريکا سفارت مخې ته په زرونو کسانو مظاهره هم وکړه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M:.Schreiber