1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مراکش د زلزلې د قربانیانو شمیر تر ۱۰۰۰ اوښتی دی

۱۴۰۲ شهریور ۱۸, شنبه

د جمعې په شپه د ریشتر په مقیاس ۶،۸ درجې شدیدې زلزلې د مراکش هیواد سویل لویدیځ ولړزاوه. رسمي سرچینو تائیده کړې ده چې په دې زلزله کې تر اوسه پورې ۱۰۳۷ تنه وژل شوي او ۱۲۰۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

Marokko Hunderte Tote bei schwerem Erdbeben
انځور: Fadel Senna/AFP/Getty Images

د مراکش هیواد چارواکو اعلان کړی دی چې په دې زلزله کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۰۳۷ کسان وژل شوي او ۱۲۰۴ نور ټپیان شوي دي. ویل شوي کیدای شي د قربانیانو شمیر نور هم لوړ شي.

د را غورځیدلو چتونو او دیوالونو لاندې د بند پاتې شوو کسانو د ژغورنې عملیات دوام لري.

د امریکا متحده ایالاتو د ځمکې پيژندنې ادارې، د زلزلې مرکز د مراکش تاریخي ښار په ۷۲ کیلومترۍ کې او د زلزلې قدرت د ریشتر په مقیاس د ۶،۸ درجې ښودلی دی.

ویل کیږي چې زلزلهد سیمه ایز وخت مطابق د شپې په ۱۱ بجې او ۱۱ دقیقو د ځمکې په شاوخوا ۱۸ کیلومتره ژوروالي کې، په داسې سیمه کې چې د اوسیدونکو شمیر یې کم دی رامنځته شوې ده.

د المان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د المان په پوتسدام ښار کې یوې څیړنیزې موسسې د زلزلې شدت له ۷ څخه معمولي کم ښودلی دی چې دا له ۱۹۶۰ م کال راهیسې په مراکش کې تر ټولو شدیده زلزله ده.

د زلزلې مرکز په یوه لیري پرته غریزه سیمه کې قرار لري او د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي دي چې ډیر شمیر ودانۍ یا خو په بشپړ ډول ویجاړې شوي او یا هم ورته زیان اوښتی دی.

خلک د روغتون مخته د خپلو ټپیانو وضعیت بهتره کیدو ته انتظار باسيانځور: Abdelhak Balhaki/REUTERS

عیني شاهدانو سیمه ایزو رسنیو ته ویلي دي چې په پلازمېنې رباط او د کازابلانکا او صویره په ښارونو کې هم د ځمکې لرزه احساس شوې ده.

د مراکش ښار یو شمیر اوسیدونکو ویلي دي چې زلزلې په دې ښار کې هم تاوانونه اړولي دي. د مراکش ښار یو له لرغونو شاهي ښارونو څخه دی چې د یونیسکو نړیوال سازمان د تاریخي آثارو په فهرست کې شامل دی.

د خواخوږۍ پيغامونه

د المان د صدراعظم اولاف شولڅ او د هند د لومړي وزیر نریندر مودي په گډون د نړۍ ډیر شمیر سیاستوالو او مشرانو په ایکس یا پخواني تویتر شبکه کې د مراکش له خلکو سره خپله غمرازي ښودلې ده. د ملگرو ملتونو یوه ویاند ویلي دي «ملگري ملتونه مرستې ته تیار» دي. 

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب