د مرسي د گوښه کیدو پر وړاند نړیوال غبرگون
۱۳۹۲ تیر ۱۳, پنجشنبهد مرسي تر گوښه کیدو وروسته، اروپايي ټولنې په مصر کې ژر تر ژره د نویو ټاکنو د ترسره کیدو هیله څرگنده کړه . دغې ټولنې همداراز په مصر کې د دموکراسي د پلي کیدو او داسې حکومت رامنځ ته کیدو هیله وکړه چې د ټولو مصریانو استازيتوب وکړي.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مسوولې کترین اشتون، په دې اړه په یوې بیانیه کې ویلي دي: «زه [په مصر کې له ټولو ښکیلو] اړخونو څخه غواړم چې ژر تر ژره دموکراتیک بهیر ته مخ کړي. په دې بهیر کې د آزادو او عادلانه ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو ترسره کول او د اساسي قانون تصویبول شامل دي. په دې بهیرونو کې باید د مصر ډیر وگړي ښکیل وي او مصر ته د خپل دموکراتیک لیږد بهیر د بشپړولو زمینه برابره کړي.»
اشتون په خپله بیانیه کې همداراز له ټولو مصریانو څخه غوښتي دي چې له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي. میرمن اشتون د مصر د وروستیو تحولاتو د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرگنده کړه.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله، هم یونان ته د خپل رسمي سفر په څنډو کې د مصر په چارو کې له ټولو ښکیلو اړخونو څخه غوښتي دي چې له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او له یو بل سره خبرې اترې وکړي. ویسترویله ویلي دي چې د مصر په اوسنیو شرایطو کې باید له «ځغم او سیاسي توازن» څخه کار واخیستل شي ترڅو د هغه په خبره د «د مصر ځوانه دموکراسي ډیر ژر له منځه ولاړه نه شي او د خپلې بقا له پاره مناسب چانس ولري.»
اوباما سخت اندیښمن دی
د مصر د پوځ له خوا د مرسي تر گوښه کیدو وروسته، ولسمشر اوباما له خپلو امنیتي مشاورینو سره یوه غونډه وکړه. تر هغه وروسته ولسمشر اوباما په یوې بیانیه کې وویل: «موږ په دې باور یو چې یوازې مصریان د خپل هیواد راتلونکې ټاکلی شي. خو په عین حال کې موږ دې موضوع سخت اندیښمن کړي یو چې د مصر پوځ مرسي له واکه گوښه کړی او د دغه هیواد اساسي قانون یې موقوف الاجرا اعلان کړی دی.»
که څه هم په وروستیو میاشتو کې په مصر کې له مرسي څخه ملاتړ د کمیدو په حال کې وو خو بیا هم سپینې ماڼۍ له مرسي څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړ. اوباما په خپله بیانیه کې د مصر له پوځ څخه غوښتي دي چې ژر تر ژره د مصر واک بیرته یوه ملکي ټاکل شوي حکومت ته وسپاري. هغه همداراز پر پوځ باندې غږ کړی دی چې د مرسي او د هغه د پلویانو په نیولو لاس پورې نه کړي. د مرسي تر گوښه کیدو لږ وروسته، د اخوان المسلمین یو شمیر چارواکو وویل چې اوس مرسي او د دغه گوند یو شمیر لوړ پوړي چارواکي نظربند دي.
د کانادا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند هم ویلي دي چې هیواد يې په مصر کې د مرسي تر گوښه کیدو وروسته د سیاسي دیالوگ او دموکراتیک بهیر د پلې کیدو هیله لري. له بلې خوا د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي دي چې اوس د مصر د خلکو اصلي کار له دموکراتیکي لارې د یوه نوي مشر او خپلې راتلونکې ټاکل دي.
د انگلستان د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیگ، بیا په دې اړه ویلي دي چې «په داسې حال کې چې انگلستان په یوه دموکراتیک بهیر کې د پوځ له مداخلې څخه ملاتړ نه کوي، خو بیا هم په مصر کې د دې چانس شته چې ټول اړخونه ښه مدیریت وکړي او د مصر د دموکراتیک لیږد بهیر پر مخ بوځي.»
سعودي عربستان او سوریې د مصرل د تحول هرکلی کړی دی
د سعودي عربستان پاچا عبدالله، د چهارشنبې په ورځ ناوخته د مصر د اساسي قانون د محکمې مشر ته په دې هیواد کې د بدلونونو له کبله مبارکي ویلي ده. د عبدالله په پیغام کې راغلي دي: «موږ له خدایه غواړو چې له تاسو سره د خپلو مسوولیتونو په پر مخ وړلو کې مرسته وکړي چې زموږ ورور ملت مصر، خپلو هیلو ته ورسیږي.»
له بلې خوا بیا د سوریې ولسمشر بشارالاسد هم له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې د مرسي گوښه کیدل په مصر کې د «سیاسي اسلام» پای دی.