1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مرغانو پر والګي انسانان هم اخته کېدای شي

۱۳۹۹ اسفند ۳, یکشنبه

ټوله دنيا د کرونا ويروس په هکله خبرې کوي. خو له روسيې د ناروغۍ د يو بل عامل په هکله اوس خبرونه راځي چې انسان ته هم خطر پېښولی شي.

په هند کې هم د مرغانو والګی تثبيت شوی دی
انځور: Channi Anand/dpa/AP/picture alliance

په روسيه کې د چارواکو په خبره په لومړي ځل د مرغانو د والګي ويروس H5N8 انسانانو ته لېږدېدلی دی. د روغتيا نړيواله اداره د دغه «مهم کشف» په هکله خبره کړل شوې ده. دغه خبره د روسيې د روغتيا ساتنې ادارې مشرې، آنا پوپووا، وکړه. د ويکتور په نوم لابراتوار څېړونکو د مرغانو په يوه فارم کې په اوو انسانانو کې دغه ويروس تشخيص کړی دی. د مرغانو د والګي مرض په دسمبر مياشت کې هلته تثبيت شوی وو.

د کارکوونکو وضعيت ښه دی
پوپووا د روسيې په تلويزيون کې ويلي چې اووه واړه کارکوونکي ځانونه بېرته «ښه» احساسوي. ناروغي ورباندې پرته له ستونزو ښه تېره شوې ده. پوپووا «دغه مهم علمي کشف» وستايه. د هغې په خبره وخت به ثابته کړي چې آيا دغه ويروس تغيير هم مومي، که څنګه. دا چې ويروس لا له انسان څخه بل انسان ته سرايت نه کوي، نو «دا دنيا ته وخت ورکوي چې ځانونه ممکنو تغييراتو ته چمتو او وړ او په سم وخت غبرګون ورته وښيي.»

د روغتيا نړيوالې ادارې تائيد

د روغتيا نړيوالې ادارې تائيد کړې چې د روسيې له خوا د پېښې په هکله خبره کړل شوې او دا چې هڅه کوي نور معلومات پيدا کړي. که دغه معلومات تائيد شي، نو دا به په نړۍ کې انسانانو ته د H5N8 ويروس لومړنی لېږد يا انتقال وي. خو د روغتيا نړيوالې ادارې دا هم وويل چې په ويروس اخته شوو کارکوونکو د ناروغۍ کوم خاص علايم نه لرل او دا چې له انسان څخه بل انسان ته د ويروس د انتقال نښې هم نه شته.
د مرغانو د والګي ناروغي د مرغانو طاعون هم بلل کيږي چې وحشي او اهلي مرغان دواړه پرې اخته کېدای شي. دغه مرض د آلمان په شمول د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د چرګانو په فارمونو کې هم خپريږي. 

آ./ن.ص./ا.ا.
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل