د مرکزي افريقا مسلمانانو د قتل عام په اړه د ملگرو ملتونو خبرداری
۱۳۹۲ اسفند ۲۱, چهارشنبهد ډله ييزو وژنو د مخنيوي په برخه کي د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي آداما دينگ، په ژنيو کي اعلان کړی دی چي د مرکزي افريقا جمهوريت تقريباً ټول مسلمانان د مسيحي ملېشو له بيري له خپل هيواد څخه تښتېدلي دي. هغه خبرداری ورکړی دی چي که د دغه ستر جنايت مسئولان جواب ورکولو ته مجبور نه کړل سي د يوې «ډله ييزي وژني» مخنيوی به بيا ناممکينه وي.
آداما دينگ، زياته کړې ده چي د مسلمانو ياغيانو له خوا د جمهور رئيس فرانسوا بوزيزې تر راپرځېدو وروسته د مسيحي او مسلمانو ملېشو ترمنځ تاوتريخوالي زور اخيستی دی. د «سليکا» په نوم مسلمانو ملېشو تقريباً يوه کال دمخه بوزيزې له واکه را وپرځاوه.
د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي په خبره په دغه تاوتريخوالي کي تر اوسه پوري د مرکزي افريقا جمهوريت په زرونو انسانان وژل سوي او د دغه هيواد د ۴ ميليونه او ۶۰۰ زره نفوس يو پر څلورمه برخه يې د خپلو کورنو پرې ښوولو ته مجبوره سوې ده.
تر دې مخکي د مرکزي افريقا جمهوريت د نفوس له ۱۰ څخه تر ۲۰ سلنه پوري مسلمانان ول خو اوس د زور زياتي په سبب تر تښتېدو وروسته په دغه هيواد کي ۲ سلنه مسلمانان ژوند کوي.
د نورو نړيوالو ځواکونو لېږل
په مرکزي افريقا جمهوريت کي تر اوسه پوري د افريقايي ټولني زر تنه سرتيري او د فرانسې دوه زره تنه عسکر په دغه هيواد کي د کورنۍ جگړې په مخنيوي کي پاته راغلي دي.
اروپايي ټولني هم ژمنه کړې ده چي مرکزي افريقا جمهوريت ته به نزدې زر تنه عسکر ولېږي. په دغه هيواد کي د بهرنيو ځواکونو د قوماندې په مرکز کي بايد آلماني عسکر هم ونډه ولري.
د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون غوښتنه کړې ده چي د فرانسې دغه پخوانۍ مستعمرې ته دي د ملگرو ملتونو د سوله ساتي ځواک په چوکاټ کي ۱۲ زره عسکر او پوليس ولېږل سي.
اداما دينگ، د نړۍ له ټولو هيوادونو څخه غوښتي دي چي له خپلو امکاناتو څخه په کار اخيستلو سره بايد په مرکزي افريقا جمهوريت کي انسانان وژغوري.