1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مسلمانانو او یهودانو ترمنځ د ډیالوګ په اړه نظرپوښتنه

۱۳۹۹ مرداد ۱, چهارشنبه

د «شالوم علیکم» ترنامه لاندي دغه انلایني نظرپوښتنه کي به د جرمني د مسلمانانو، یهودانو او نورو علاقه مندانو څخه پوښتني وسي. هدف دادی چي د مسلمانانو او یهودانو د نظریاتو او ورسره تبعیضي چلند په اړه تجربې راټولي سي.

Symbolbild Christentum Judentum Islam
انځور: picture alliance/Godong

په برلین کي د یهودانو مرکزي شورا خبر ورکړی دی چي دغه نظرپوښتنه چي د تیري جمعې په ورځ(د جولای ۱۷ مه) پيل سوې ده، همدارنګه «د مسلمانانو او یهودانو د ډیالوګ په باب ستا نظر» ترشعار لاندي تر سره کیږي او د فورسا تحقیقاتي او نظریاتو معلومولو انستیتوت لخوا عملي کیږي.

د نظرپوښتني سوالونه په دې ډول مطرح سوي دي: مسلمانان او یهودان یو د بل په باب څه فکر کوي؟ تاسي د جامعې په کوم ردیف کي قرار لري؟ له یهودانو سره د دښمنۍ موضوع د یهودانو او مسلمانانو په ډیالوګ کي څه رول لري؟ د تبعیض او راسیزم په هکله د یهودانو او مسلمانانو تجارب څه ډول دي؟ په اوس وخت کي ستاسي له پاره کوم موضوعات مهم دي؟

د یهودانو د مرکزي شورا رئیس، یوزف شوستر د دغي نظر پوښتني په باب وویل، چي«په داسي وخت کي چي راسیزم او نفرت د مسلمانانو په مقابل کي هم شدت اخلي، موږ غواړو د«شالوم علیکم» په نامه نظرپوښتنه پيل کړو، تر څو په جرمني کي اوسیدونکو یهودانو او مسلمانانو ته د ښې ایندې امکانات روښانه کړو.

د شوستر په خبره له دغي نظر پوښتني څخه موږ امیدواري لرو، چي«د یهودانو او مسلمانانو ترمنځ مناسبات او په ټولنه کي د هغوی د رول په باب» نوي معلومات په لاس راوړو.

شوستر وايي، چي د نظرپوښتني نتایج به د یهودانو او مسلمانانو تر منځ ډیالوګ ته نوی قوت وروبخښي اوپه دغه لار کي به استفاده ورڅخه وسي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب