1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مسلمانانو پر غصب شوې ځمکه جوړه شوې کليسا دي ويجاړه شي»

۱۳۹۸ مهر ۱۰, چهارشنبه

د اروپا د بشري حقونو محکمې له بوسنیایي چارواکو غوښتي دي چې هغه کلیسا دي ونړوي چې د یوې مسلمانې کورنۍ پر غضب شوې ځمکه جوړه شوې ده. د دې کورنۍ ۲۰ غړي په سربستان کې قتل عام شوي وو.

Bosnien und Herzegowina Konjević Polje | Fata Orlovic vor serbeisch orthodoxer Kirche
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Emric

د اروپا د بشري حقونو محکمې  (ECtHR) د یوه حکم په ترڅ کې له بوسنیا هرزګوینا څخه غوښتي دي چې د یوه مسلمان سړۍ ټول ضبت شوي مالونه او ملکیت دې بیرته د هغه کورنۍ ته وسپاري. په دې کې هغه ځمکه هم شامله ده چې په ۱۹۹۸م کال کې پرې یوه ارتدکس کلیسا جوړه شوې ده.

د اروپا د بشري حقونو محکمې د بوسنیا له حکومت څخه غوښتي دي چې د دغه حکم تر صادریدو درې میاشتې وروسته دې هغه عملي کړي.

د دغې ځمکې د مالکیت د حق پر سر اختلاف د بوسنیا د ۱۹۹۲کلونو جګړې ته ورګرځي. د اورلوویچ مسلمانه کورنۍ چې په ۱۹۹۳م کال کې د سربرينيڅا په ۲۰ کیلومترۍ کې له خپل کوچني ښار څخه شړل شوې وه، د کلیسا د ځمکې اصلي خاوندان یا مالکان دي.

د دغې کورنۍ ۲۰ تنه غړي د ۱۹۹۵م کال د سربرينيڅا په قتل عام کې ووژل شول. د اورلوویچ د کورنۍ پاتې غړي په ۲۰۰۰م کال کې بیرته خپل ښار ته ستانه شول او ویې لیدل چې د دوی په ملکیت کې یوه لویه کلیسا جوړه شوې ده.

د اروپا د بشري حقونو محکمې اعلان کړی دی چې د دې قضیې اصلي زیانمې شوې فاتا اورلوویچ، ته چې د ځمکې د مالک میرمنه ده ۵۰۰۰ یورو او پاتې ۱۳ نورو غړو ته دې دوه دوه زره یورو جبران خساره ورکړل شي.

سربرينيڅا د ۱۹۹۵م کال په دوبي کې د بوسنیا د سربي سرتیرو له خوا د شاوخوا ۸ زره مسلمانانو د عام وژنې شاهده وه.انځور: DW/M. Smajic/S. Matic

په شتراسبورګ کې د بشري حقونو محکمې ویلي دي چې دې کورنۍ په ۱۹۹۹ او ۲۰۰۱ کلونو کې د بوسنیا او هرزګوینا محکمو ته شکایت کړی او هر وار د دوی په ګټه پریکړه شوې ده، خو دغه حکم عملي شوی نه دی.

په ۲۰۰۴م کال کې د دې کلیسا مخې ته د سربانو او مسلمانانو ترمنځ سخته نښته رامنځته شوې وه.

په شتراسبورګ کې د بشري حقونو محکمه د اروپایي شورا یوه برخه ده او د اروپایي اتحادیي له محکمې سره توپير لري. دغه محکمه د اروپایي شورا په ۴۷ غړو هیوادونو کې له بشري حقونو څخه د دفاع او مراعتولو مسئولیت لري.

بوسنیا هرزګوینا چې سربرينيڅا اوس پورې تعلق لري، د اروپایي شورا غړی هیواد دی. سربرينيڅا د ۱۹۹۵م کال په دوبي کې د بوسنیا د سربي سرتیرو له خوا د شاوخوا ۸۰۰۰ مسلمانانو د عام وژنې شاهده وه.

دغه عام وژنه وروسته له دویمې نړیوالې جګړې څخه په اروپا کې تر ټولو لوی جنګي جنایت ګڼل کیږي. دوو نړیوالو سازمانونو په بوسنیا کې د مسلمانانو قتل عام نسل وژنه بللې ده.

دویچه ویله/ ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب