1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مسکو غونډه له قطر سره رقابت نه دی»

۱۳۹۹ اسفند ۲۱, پنجشنبه

د روسيې د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چي په مسکو کي د افغانستان په اړه غونډه له قطر يا نورو هيوادونو سره رقابت نه دی.

Russland | Gespräche in Moskau über Waffenruhe in Afghanistan
آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/Y. Kadobnov

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرگي لاوروف د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د مارچ ۱۱) په يوه خبري غونډه کي وويل چي په مسکو کي د افغانستان په اړه غونډه له قطر يا نورو هيوادونو سره رقابت نه دی.

لاوروف د ترکيې او قطر د بهرنيو چارو وزيرانو مولوت چاووش اوغلو او محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په گډ خبري کنفرانس کي وويل: «موږ ټول علاقه مند يوو چي د افغانستان غميزه هرڅومره ژر چي کيږي پای ومومي.»

هغه وويل: «دا د يموکراتيک سازۍ د پايلو يوه بله نمونه ده چي غير سيمه ايز هيوادونه هڅه کوي چي په عمل کي يې پياده کړي.»

تر دې دمخه هم په مسکو یوه غونډه شوې وه چې افغان سیاستوالو او د طالبانو استازو پکې ګډون کړی ووانځور: Getty Images/AFP/Y. Kadobnov

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرگي لاوروف زياته کړه: «موږ دلته له قطر يا بل هر څوک چي وي، سره رقابت نه کوو. موږ دلته له هغه دريځه خبري نه کوو چي کيدای سي د حسادت شک دي پرې وسي.»

لاوروف ټينگار وکړ په داسي حال کي چي د دوحې په مذاکراتو کې ستونزي پر ځای پاته دي، پر قطر باندي هغه تور چي گويا د دوحې د خبرو اترو د جوړيدو په دليل غواړي د بين الافغان جوړجاړي په برخه کي «بړستنه يوازي پر خپل مخ کش کړي»، ناقص منطق لري.

هغه وويل چي د قطر له امير او بهرنيو چارو له وزير سره يې په همدې اړه خبري وکړي، چې دوی غواړي د دغو خبرو اترو د دوام په برخه کي رغنده رول ولري.

لاوروف وويل: «د مسکو غونډه چي د امريکا، چين او روسيې په گډون جوړيږي پکښي د ايران، پاکستان او افغان چارواکو ته هم د گډون بلنه ورکړل سوې ده. په دغه غونډه هيڅ ډول پريکړي نه کيږي.»

ویل کیږي چې د مسکو غونډه به د رواني میلادي میاشتي پر اتلسمه نېټه راوبلل سي، خو تر اوسه پورې دغه نېټه رسمي نه ده اعلان سوې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل