1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مس عینک د استخراج له پاره بامیان کې حرارتي برېښنا تولیدیږي

۱۴۰۱ مرداد ۱۲, چهارشنبه

ټاکل سوې ده چي یو چینايي شرکت به د بامیان ولایت له «کلیج او آشیشته» د ډبرو سکرو له کان څخه د لوګر د مس عینک کان له پاره حرارتي برېښنا تولید کړي. فعالان وايي، د ډبرو سکرو څخه د حرارتي برېښنا تولید چاپیریال ته تاوان رسوي.

Zerstörung Buddha-Statuen in Bamiyan | Statue 1997
انځور: Jean-Claude Chapon/AFP/Getty Images

« متالورجیکال ګروپ» په ۲۰۰۷م کال له معادن او پيټرولیم وزارت سره د لوګر مس عینک کان د استخراج او په ۲۰۰۹م کال د حرارتي برېښنا د تولید له پاره د ډبرو سکرو کان د استخراج یو تړون لاسلیک کړ.

د بامیان له پاره د طالبانو والي عبدالله سرحدي چي له یوچینايي پلاوي سره یوځای د کلیج د ډبرو سکرو کان ته ورغلی وو، دویچه ویله ته وویل: »ډېر ژر به د ډبرو سکرو کان ته نژدې د حرارتي برېښنا د تولید یوه دستګاه جوړه سي، سرحدې زیاتوي: «د چین هیواد او امارت ترمنځ د یو تړون له مخي به ډېر ژر په دې اړه کار شروع سي، د ډبرو سکرو له دې حرارتي برېښنا څخه به د لوګر ولایت د مس عینک کان په استخراج کي ګټه اخیستل کېږي.»

د سرحدي په قول، هغه کورونه، چي د ډبرو سکرو د یاد کان او د مس عینک کان ترمنځ د لاري پر سر پراته دي لکه میدان وردک او بامیان ولایتونه له دغي برېښنا څخه برخمن سي.

کابو اته میاشتي کیږي چي په بامیان کي د طالبانو د محلي ادارې له خوا د ډبرو سکرو کان د استخراج چاري پيل او پاکستان ته يې صادرات پيل کړي، خو له دریو میاشتو راهيسي د چین هیواد د فشارونو له امله د دغه کان د استخراج چاري درېدلي دي.

په مخکني حکومت کي د بامیان مرستیال والي محمد اصف مبلغ دویچه ویله ته وویل، استخراج او حرارتي برېښنا د تولید تړون په ۲۰۰۹م کال کې له یو چینايي شرکت MMC سره لاسلیک سوی ؤ. مبلغ وايي: «له ډبرو سکرو څخه د حرارتي برېښنا تولید په ۲۰۰۹م کال کې د چاپيریال د ککړتیا په سبب د خلکو او حکومت د اندېښنو پر بنسټ درېدلی و.»

انځور: Mes Aynak Tal/AP Photo/picture alliance

د مبلغ په خبره، که چیري له ډبرو سکرو څخه د حرارتي برېښنا د تولید پرځای د هیواد له شمال څخه ۲۲۰ کیلواټه د برېښنا لین یا مزي را وغځول سي نو تر دغه به يې ګټه ډېره وي.

له بله پلوه د چاپیریال ساتني فعالان هم وايي چې له ډبرو سکرو څخه د حرارتي برېښنا تولید په سیمه کي ټولو ژوندیو موجوداتو ته یو خطر دی.

د محمد په نامه یوتن فعال دویچه ویله ته وویل: «باید د چین هیواد دغه قراردادي شرکت بنسټیز فلټرونه ولري، چي هوا له ککړتیا څخه وژغورل سي او هغه کثافات چي له دې لاري په جامده بڼه تولیدیږي، هغه د خارو او اوبو څخه لیري وساتل سي ترڅو له دې لاري حرارتي ککړتیا مهار سوې وي.»

خو د طالبانوسیمه ایز چارواکي وايي چې د حرارتي برېښنا تولید به په سیمه کي خلکو ته د کار زمینه چمتو کړي. دوی ټینګار کوي، یاده برېښنا د لوګر مس عینک کان د اسخراج له پاره تولیدیږي.

د معلوماتو له مخي د مس عینک کان پروژه چي د یاد شرکت له خوا يې د جوړېدو قرارداد سوی دی، ارزښت يې ۳ ميلیارده ډالره اټکل سوی دی. ویل کیږي دغه پروژه ترمخه د ناامنیو، په سیمه کي د یو بودايي ښارګوټي د کشفیدو، د شرکت او افغان دولت د اختلافاتو او د امریکایانو د لاسوهني له امله ټکنۍ سوې وه.

د طالبانو د معادن او پيترولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان دویچه ویله ته وویل چې د هغه تړون له مخي چي په ۲۰۰۸م کال کي د چیني شرکت او د افغانستان د دولت ترمنځ سوی و، یو وار بیا يې د استخراج کار شروع کیږي، برهان زیاتوي: «درې میاشتي کېږي چي د MMC شرکت مسؤلان افغانستان ته راغلي دي او په خبرو اترو کي ۹۰سلنه پرمختګ سوی دی، یوازي ۱۰ سلنه ستونزي د یاد چینايي شرکت، ماليې او اطلاعات کلتور وزارتونو له خوا د تاریخي اثارو د لېږدوني له امله پاته دي، چي هغه به هم ډېر ژر حل سي.»

د طالب چارواکو په قول، ټاکل سوې ده چي د لوګر مس عینک کان د استخراج له لاري به تر ۶.۸ ميلیارد مترمکعب ډېر مس له افغانستان څخه چین ته ولیږدول سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل