1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مشال د قتل قضيه: دوه کسان په عمري بند محکوم شول

۱۳۹۸ فروردین ۱, پنجشنبه

په پيښور کې د ترهگرۍ ضد يوې محکمې د مشال خان د وژنې په قضيه کې دوو کسانو ته د عمري بند سزا ورکړې ده. مشال خان په ۲۰۱۷م کال کې مذهب ته د سپکاوي د ناسم تور له وجې په وهلو کټولو کې ووژل شو.

Pakistan Proteste nach Lynchmord Student Mashal Khan
انځور: picture-alliance/AP/F. Khan

په پيښور کې د ترهگرۍ ضد يوې محکمې د مشال خان د وژلو د قضیې پريکړه واوروله او دوه تورن کسان یې د عمري بند په سزا محکوم کړل. له دې دوه کسانو څخه يو د برحاله «پاکستان تحريک انصاف» گوند يو سيمه ايز مشر عارف خان او بل اسد خان نوميږي.

د پريکړې پر وخت دواړه کسان په محکمه حاضر ول. دا کسان د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د يوه ۲۳ کلن محصل مشال خان په وژنه تورن ول. مشال خان د ۲۰۱۷م کال په اپريل مياشت کې مذهب ته د سپکاوي په تور تر وهلو کټولو وروسته، په مرمۍ ويشتل شوی او وژل شوی وو. وروسته څيړنو وښووله چې پر هغه لگول شوي تورونه بې بنسټه ول.

د پاريدلو خلکو د يوې ډلې په لاس د مشال خان د وژلو ويديو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې وه. تر دې پېښې وروسته په ټولیزه توگه ۶۱ کسان نيول شوي ول چې له دوی څخه ۵۷ نفرو ته بيلا بیلې سزاوې ورکړ شوي دي. د دې قضیې اصلي تورن عمران د مرگ په سزا محکوم شوی دی. خو په جزا محکومو زياترو د پريکړې پر ضد دعوې کړي دي.

په ټولنیزو رسنيو کې غبرگون

د ترهگرۍ ضد محکمې دا تازه پريکړه پر ټولنیزو رسنيو په ځانگړي توگه د تحريک انصاف گوند د پلويانو له خوا وستايل شوه. بل اړخ ته په دې قضيه کې دوو تورنو کسانو د آزادولو پر پريکړه د انتقاد کوونکو شمير هم ډېر دی.

BS/NZ (DW urdu,AG)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب