1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصالو نوې لار د چين د ورېښمو لارې ته بديل دی؟

۱۴۰۲ شهریور ۱۹, یکشنبه

د بېلابېلو هېوادونو يوې نوې ټلوالې داسې پلان معرفي کړ چې د مصالو لار په نوم نوی تجارتي دهليز به اروپا، منځنی ختيځ او هند سره وصلوي. کارپوهان وايي چې دغه نوې لار د چين د ورېښمو لارې ته د دغو هېوادونو ځواب دی.

Indien G20 Narendra Modi
انځور: Evelyn Hockstein/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده آيالاتو، سعودي عربستان، اروپايي اتحاديې، متحده عربي اماراتو، اسرائيل او نورو د»جي ۲۰« سرمشريزې په څنډه کې داسې پلان معرفي کړ چې له مخې به يې اورګاډي، بندرونه، د برېښنا او انترنت مزي او د هايدروجن ننليکې غځول کيږي چې دغه چاره پراخې جيوستراتيژيکې پايلې لري.

سره له دې چې هدف يې تجارتي دی، خو دغه طرح ښايي د پخوانيو مخالفينو لکه اسرائيل او سعودي عربستان ترمنځ اړيکې هم پياوړې کړي. د طرحې لاسليک کوونکي مشران هيله لري چې له دې لارې به دهندستر بازار چې ۱،۴ میليارډه وګړي لري، لويديځ ته له پرتو هېوادونو سره وصل شي او د چين زېربنايي لګښتونو ته به ځواب هم وويل شي.

د امريکا ولسمشر جو بايدن دغه هڅه »يو رښتينی ستر تړون« وباله چې »تاريخي« حیثيت لري. د اروپايي اتحاديې د کميسيون مشرې اورزولا فون دېر لاين دغه هڅه د »لويو وچو او تمدنونو ترمنځ يو زرغون او ديجيتالي پل وباله.« په یوه وړانديز شوې پروژه کې په ټول منځني ختيځ کې د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، اردن او اسرائيل په ګډون د اورګادي پټلۍ او د بندرونو نوې اړيکې جوړيږي چې ښايي د هند او اروپا ترمنځ تجارت ۴۰ سلنه لوړ کړي.

د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د جي ۲۰ د سرمشریزې له پاره شدید امنیتي تدابیر نیول شوي ووانځور: Hindustan Times/IMAGO

پلان شوې پروژې ښايي د منځني ختيځ له هېوادونو سره مرسته وکړي چې په نفتو متکي اقتصادونو ته يې بدلون او په تېلو پورې تړلې دغه وابستګي یې راکمه کړي. مايکل کوګلمن چې د ويسلون مرکز د سويلي آسيا د چارو کارپوه دی، وويل چې دغه پلان کېدای شي د چيند يوه کمربند او يوه سړک په نوم پروژې ته مهم ځواب وي.

د يو کمربند او يوه سړک پروژې له لارې د چين اغېز، پانګونې او تجارتي اړيکې په اروپا، افريقا، آسيا او لاتينه امريکا کې غځېدلې دي. کوګلمن په ايکس کې چې پخوا ټيوټر بلل کېده، ليکلي دي چې »که بشپړه شي، نو هغه به د لوبې داسې بدلون وي چې د هند او منځني ختيځ ترمنځ پيوند پياوړی کوي او هدف يې ښايي د يو کمربند او يوه سړک د پروژې مقابله وي.«

آژانسونه: ن.ص/ش.ن

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب