1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر هوايي ځواک پر «تروريستانو» بمبارۍ وکړې

۱۳۹۶ آذر ۴, شنبه

پر يوه مسجد باندې تر خونړي بريد وروسته اوس د مصر هوايي ځواک د شکمنو تروريستانو پټنځايونه په نخښه کړي دي. له دې مخکې ولسمشر، السيسي، اعلان کړی و چې د ۲۳۵ قربانيانو «غچ» به اخلي.

Ägypten Sinai Al Arish Anschlag auf Rawda Moschee
انځور: picture-alliance/AA

د پوځ د څرګندونو په حواله د مصر هوايي ځواک پر هغسې پټنځايونو باندې بريدونه کړي دي چې وسلې او مرمۍ په کې ساتل کيږي. پوځ وويل چې په دغو بريدونو کې څو عرادې موټر له منځه وړل شوي دي.

چې په بريد کې ورڅخه کار اخيستل شوی و. له دې مخکې په مصر کې د تېرو کلونو تر ټولو سخت بريد لږ تر لږه ۲۳۵ انسانان وژلي ول. دولتي تلويزيون د څارنوالۍ په حواله خبر ورکړ چې د سينا د نيمه ټاپو په شمال کې شوي بريد په جومات کې حاضر تقريبا ۱۰۹ تنه ژوبل کړي دي.

«قاطع جواب»

ولسمشر عبدالتفح السيسي له هوايي بريدونو مخکې د «سخت غبرګون» د ښکاره کولو اعلان کړی و .نوموړي پخواني جنرال چې خپله ځان د اسلامپالې ترهګرۍ په وړاندې سپر بولي، په تلويزيون کې وويل: «موږ به په ټول قاطعيت سره د تروريستانو دغه عمل ته جواب ووايو. پوځ او پوليس به زموږ د شهيدانو غچ په پوره ځواک واخلي.»

السيسي د دفاع له وزير او د استخباراتو له مشر سره بېړنۍ ناسته وکړه. د مصر دولت پر جومات باندې د بريد د قربانيانو له پاره درې ورځنی ماتم اعلان کړ.

د مصر له امنيتي کړيو څخه داسې اورېدل کيږي چې بريد کوونکو اول د جومات شاوخوا څو بمونه ځای په ځای کړل او هغه مهال يې انفجار ورکړ چې د جمعې د لمانځه وروسته خلک په راوتو ول. داسې هم ويل کيږي چې له دې وروسته يې پر تښتېدونکو کسانو باندې ډزې هم وکړې. د بريد مسووليت لومړی چا ونه مانه. خو داسې شک موجود و چې عاملين به هغسې افراطي کسان وي چې د داعش له تندلارې مليشې سره تماس لري.

خو پر يوه جومات باندې بريد بيا د تندلارو اسلامپالو له خوا هم يوه نوې ستراتيژي ده. هغوی تر اوسه پورې د سينا په نيمه ټاپو کې اکثرا د عسکرو او پوليسو پر ضد جنګ کړی او په سلګونه تنه يې وژلي دي. همداراز په دې وروستيو کې هغه ځايي قبايل او د هغوی مليشې هم تر بريد لاندې ونيول شول چې له دولت سره همکاري کوي.

صوفيان د بريد د هدف په توګه

داسې ويل کيږي چې ويجاړ شوی جومات د صوفيانو په يوې طريقې پورې اړه لري. تصوف يا صوفيزم د اسلام د يوې له رموزو ډکې عرفاني بڼې نوم دی. يو څو مياشتې پخوا، داعش، داسې يوه ويډيو په انترنېټ کې خپره کړه چې د تصوف له دوو پلويانو څخه پکې سرونه پرې شول.

نړيوال غبرګونونه

اروپايي ټولنې له مصر سره د مرستې ژمنه وکړه. د بهرنيو چارو مسوولې، فدريکا موګريني، د جمعې په ورځ وويل چې «اروپايان په دغه وير کې ځان شريک بولي» او دا چې د اروپا ادارې به د تروريزم په وړاندې په مبارزه کې د مصر له چارواکو او ولس سره ودريږي. د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، هم په تويتر کې وليکل چې دغه بريد «پر بې ګناه او بې دفاع عقيده لرونکو کسانو باندې يوه وحشتناکه او ډارنه تروريستي حمله وه.»

د آلمان صدراعظمې، انګل مېرکل هم د يوه ليک د لارې خپله خواخوږي او همدردي څرګنده کړه. د بېلابېلو نورو دولتونو او حکومتونو مشرانو همداراز حيرانتيا څرګنده کړه او ويې ويل چې پېښه ډېره ټکان ورکوونکې وه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.07.2013):
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل