د مصر ولسمشر المنصور: پرشا کيږو نه
۱۳۹۲ تیر ۲۸, جمعهالمنصور د پنجشنبې په ورځ وویل چې هغه به مصر له هغو کسانو وساتي چې غواړي په دغه هیواد کې گډوډي رامنځ ته کړي. هغه په عین حال کې په مصر کې د بېلابېلو ډلو تر منځ د جوړ جاړي او اشتي غوښتنه وکړه. المنصور وویل: «موږ د مصر په تاریخ کې له یوې حساسي مرحلې څخه د تیریدو په حال کې یو، خو یو شمیر کسان غواړي مصر يوه نامعلومه لوري ته هدایت کړي.»
المنصور دغه خبري د مصر د موقت ولسمشر په توگه تر ټاکل کیدو وروسته په خپلې لومړۍ تلویزیوني وینا کې وکړې. هغه وویل: «ځینې کسان غواړي د مصر له پاره یوه خونړۍ لاره غوره کړي.» المنصور زیاته کړه: «دغه کسان غواړي په دې مرحله کې مصر ته تاوتریخوالی راوړي، خو موږ بیا غواړو د داسې یو طرحې له مخې کار وکړو چې پر اساس یې د انسانانو ژوند وساتل شي او بشري حقونه تامین شي.»
المنصور ټینگار وکړ چې اداره به یې «تر پایه پورې د امنیت راوستلو په موخه» خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. هغه وویل چې د مصر حالات یو ځل بیا د څه مودې مخکي په شان نه شي کیدای. تر دې مخکې د جولای میاشتې پر دریمه نیټه د مصر پوځ د دغه هیواد لومړی ټاکل شوی ولسمشر محمد مرسي، له واکه ليري کړ. اوس د مرسي پلویان مظاهرې کوي او وايي تر هغه وخته پورې به دې کار ته دوام ورکړي چې مرسي یو ځل بیا واک ته نه وي رسیدلی.
مخالف اړخونه
په داسې حال کې المنصور د خپلې موقتې کابینې د جوړولو کار ته دوام ورکوي، چي د مرسي پلویانو ويلي دي چې له مظاهرو څخه به تر هغه وخته پورې لاس وا نه خلي، ترڅو مرسي بیرته واک ته نه وي رسیدلی. هغوی د جمعې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جولای ۱۹) هم د پراخو مظاهرو د ترسره کولو خبره کړې ده. په همدې حال کې تمه کیږي چې د مرسي مخالفین هم د هغه پر ضد مظاهرو ته دوام ورکړي.
له بلي خوا پوځ مظاهره کوونکو ته یو ځل بیا خبرداری ورکړی دی چې په تاوتریخوالي لاس پورې نه کړي.