د مصر په د سینای کې بیا پر امنیتي پوستو بریدونه شوي دي
۱۳۹۱ مرداد ۱۸, چهارشنبهاعلان
اسلامپالو شکمنو وسلوالو یو ځل بیا د سینای په نیمه ټاپو کې پر مصري سرحدي سرتیرو باندې برید کړې دئ. پوځ خبر ورکړی چې دوی په عین حال کې د العاریش په ښار کې د مصر د پوځ او پولیسو د کنترول زیاتره پوستې تر برید لاندې ونیولې.
په دغو بریدونو کې شپږ تنه ټپیان سوي دي. څو ساعته وروسته مصري جنګی الوتکو هم د دغو بریدونو په ځواب کې د پر دغو کسانو باندې توغندي وتوغول.
دولتی تلویزیون اعلان کړی دئ چې په دغه پېښه کې ۲۰ تنه دښمن جنګیالي وژل سوي دي. دا په ۱۹۷۳ کال کې د اسرائیلو پر ضد له جګړې راهیسې لومړی ځل دئ چې امنيتي ځواکونه پر دغه سیمه باندې توغندي توغوي.