د مصر پوځ د اخوان المسلمین مشران نیولي دي
۱۳۹۲ تیر ۱۴, جمعهد مصر پوځي پولیسو د پنجشنبې په ورځ د اخوان المسلمین د ګوند مشر محمد بدیع، په «مرسي مطروح» ښار کې نیولی دی. امنیتي سرچینو ویلي دي چې بدیع د نیول کیدو پر مهال د یوه مصري سوداگر په کور کې میشت وو. ویل کیږي چې اوس پوځي پولیسو بدیع د څرخي الوتکو په واسطه قاهرې ته لیږدولی دی. مصري چارواکو ویلي دي چې هغوی فکر نه کوي چې بدیع له مصر څخه د تېښتې هڅې کولې.
پر بدیع او د هغه پر مرستیال محمد خیرت سعد الشاطر، باندې د مصر په وروستیو مظاهرو کې د اتو تنو مظاهره کوونکو په وژنه کې د لاس لرلو تورونه لګول شوي دي. دغه مظاهره کوونکي تیره اوونۍ په قاهره کې د اخوان المسلمین د دفتر پر وړاندې ووژل شول.
د ډیر شمیر کسانو د نیولو امرونه صادر شوي دي
تر دې مخکې هم د مصر پوځ د اخوان المسلمین یو شمیر غړي نیولي ول. دا په داسې حال کې ده چې پوځ د دغه ګوند د څه نا څه ۳۰۰ غړو د نیولو امرونه صادر کړي دي.
مصري دولتي خبري آژانس مینا، ویلي دي چې د دغه هیواد پوځ همداراز د اخوان المسلمین یو بل لوړپوړی غړی رشاد البیومي، هم نیولی دی. په مصر کې یوه قضایي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د اخوان المسلمین له نیول شویو غړو څخه به د پوښتنو بهیر د راتلونکې اوونۍ په دوشنبې ورځ پیل شي.
پوځ مرسي د هغه تر ګوښه کیدو وروسته، په یوه نامعلومه ځای کې ساتلی دی. پر مرسي باندې ښايي په ۲۰۱۱ کال کې د حسنې مبارک د رژیم تر راپرځیدو وروسته له زندان څخه د تښتیدو تور ولګول شي.
له بلې خوا اخوان المسلمین هم هغه آوازې رد کړي دي چې دغه ګوند به له مظاهره کوونکو سره یوځای کار وکړي. په همدې حال کې د اخوان المسلمین په مشري د مصر د اسلامپاله ګوندونو له خوا د پراخه مظاهرو د ترسره کولو غوښتنه هم شوې ده. ویل کیږي چې دغه مظاهرې به د جمعې په ورځ تر سره شي.
مرسي د چهارشنبې په ورځ له واکه ګوښه شو. په دې ورځ پوځ د مرسي د واکمنۍ دوره پای ته ورسوله او د مصر اساسی قانون یې لغوه اعلان کړ.