د مقدونيې پارلمان د دغه هيواد د نوم بدلول تصويب کړل
۱۳۹۷ دی ۲۲, شنبهداسې ښکاري چې د مقدونيې پارلمان دغه اقدام سره به نور د يونان او مقدونيې تر منځ اختلافات هم له مخې لرې شي. د مقدونيې پارلمان له ۱۲۰ غړو څخه ۸۱ تنو يې له مقدونيې څخه د «شمالي مقدونيې جمهوريت» نوم بدلولو ته مثبتې رايې ورکړې. په اصل کې د سکوپيا د پارلمان دوه په دريمې برخې له دغه تاريخي تحول سره خپل د نظر توافق څرګند کړ.
د مقدونيې او يونان تر منځ له ۱۹۹۱ کال راهيسې اختلافات موجود ول. کله چې مقدونيې د يوګوسلاويا تر پاشلو وروسته خپلواکي تر لاسه کړه، دغه هيواد د ملګرو ملتونو په سازمان کې د «پخوانۍ يوګوسلاويا د مقدونيې جمهوريت» په نوم چې انګليسي مخفف يې (FYROM) دی، ومنل شو.
له هماغه وخت راهيسې يونان له دغه نوم سره اختلاف درلود او په پر له پسې توګه يې د هغه د بدلولو غوښتنه کوله. په دې برخه کې د يونان د مخالفت دليل د دې پر سر وو چې ګنې دغه ګاونډي هيواد به يې پر شمالي ولایت د خپلې خاورې په حيث دعوا وکړي.
د تيرکال په جون مياشت کې د يونان ولسمشر الکسیس سيپراس او د مقدونيې صدراعظم زوران زائيف، د مقدونيې هيواد نوم د «پخوانۍ يوګوسلاويا د مقدونيې جمهوريت» څخه «د شمالي مقدونيې جمهوريت» ته په اړولو توافق وکړ.
تر دغه توافق وروسته آتن نور د شمالي انتلانتيک يا ناټو په سازمان کې د مقدونيې د غړيتوب ترلاسه کولو او په راتلونکې کې په اروپايي اتحاديه کې له ورګډيدو سره مخالفت نه کوي.
اوس مهمه دا ده چې د آتن پارلمان بايد دغه توافق ومني. په دې اړه د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس هيله مند دی چې د يونان پارلمان به دغه موضوع تصويب کړي تر څو له هغې وروسته « په نژدې راتلونکې کې په ناټو او اروپايي اتحاديې کې د دغه هيواد د داخليدو پر څرنګوالي خبرې اترې پيل شي»
اروپايي اتحاديې او د شمالي انتلانتيک تړون (ناټو) د مقدونيې له دغه تصميم څخه ملاتړ کړی دی. د ناټو عمومي منشي ينس ستولنبرګ په دې اړه وويل: «دا د يوې باثباته او پر مخ تللې سيمې له پاره يو مهم مشارکت دی.»
د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست مسئوولې فديريکا موګيريني د مقدونيې پارلمان ته د مبارکۍ په ورکولو سره ويلي دي: «اروپايي اتحاديه، له مقدونيې څخه د ملاتړ په برخه کې پر خپلو ژمنو کلکه ولاړه ده او په اروپايي اتحاديې کې يې د شامليدو په لار کې بشپړه ملګرتيا کوي.»