د دغه فلم پروډیوسر آنند کمار دی چې د فلم کیسه یې د ملالي یوسفزۍ پر ژوند باندي راڅرخي. په دغه فلم کې ماشومه ستورې ریم شیخ، د ملالي نقش لوبوي. پر دې سربیره د هند سینما مشهور لوبغاړي دیویا دت او اوم پوري د فلم په مهمو ستورو کې شامل دي. اوم پوري څه موده وړاندې مړ شوی دی. د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې د اوم پوري په غږ کې ثبت شوې سندره هم په فلم کې شته، چې د هغه یاد به تازه کړي.
ریم شیخ، چې له شپږ کلنۍ راهیسې یې هنري چارې پیل کړي دي د وزیر، په نوم هندي فلم کې یې هم کار کړی دی.
ریم شیخ درې ورځې تر مخه د «ګل مکۍ» فلم لومړنی پوستر په انسټا ګرام کې خپور کړی دی. په پاکستاني او هندي رسنیو کې لا تر مخه د دغه فلم په هکله خبرونه کښته پورته کیدل، خو په ټولنیزو شبکو کې د دغه فلم د لومړي پوستر تر راڅرګندیدو وروسته په رسینو کې اوس په دې هکله بحثونه پېل شوي دي.
د دغه فلم په هکله یوه ویډیو هم په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې ده. په دغه ویډیو کې ریم شیخ وایي چې د ملالي د نقش د لوبولو له کبله ډیره تر اغیز لاندې وه، ځکه چې په خبره یې ملاله یوسفزۍ یوه نړیواله شخصیت ده.
د پاکستان د ډان او ایکسپرس ټریبیون، په نوم ورځپاڼو هم د دغه فلم په هکله چې د ملالي د ژوندانه پیښې پکښې رانغښتل شوي، رپوټونه خپاره کړي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې ځينو کسانو ویلي دي چې په بې صبرۍ سره د دغه فلم خپریدو ته شیبې شماري او خپله خوښي يې څرګنده کړې ده. د هغوی په خبره له ډیرې مودې راهیسې دغه فلم ته انتظار کیږي.
صائمه حیدر/ سید ریاض
زموږ له ارشیف څخه:
انځورونه - «زه، ملاله یم»
د پاکستان د سوات اوسیدونکي ۱۵ کلنې ملاله یوسفزۍ، له یوه نشراتي ادارې سره تړون کړی چې خپل یادښتونو ته د یوه کتاب شکل ورکړي. د دغه کار له پاره ملالۍ یوسفزۍ ته درې میلیونه ډالر ورکول کیږي.
انځور: picture alliance / dpa۱۵ کلنه ملاله یوسفزۍ چې د پاکستاني طالبانو له یوه برید څخه ژوندې پاتې شوې، غواړي خپل یاداښتونه د کاغذ پر مخ ولیکي. د رپوټونو له مخې د دغه کتاب لیکلو له پاره به هغه درې میلیونه امریکایي ډالر تر لاسه کړي.
انځور: picture-alliance/dpaکتاب به د سږني کال په مني کې چاپ شي
د فرانسې خبري آژانس د نوموړي کتاب د ناشرینو په حواله لیکلي دي چې دغه کتاب به په روان کال کې نشر ته ته ورسپارل شي. دغه کتاب «I am Malala» نومیږي.
انځور: picture alliance / AP Photo«په تاسو کې ملاله څوک ده؟»
د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر میاشتې نهمه نیټه ده. ملاله د ښوونځي د نورو نجونو سره په موټر کې ناسته ده. خو د هغوی موټر د طالبانو له لوري درول کیږي. یو تن طالب موټر ته ورپورته کیږي او وایي: «په تاسو کې ملاله څوک ده؟ که چیرې خوله نه پرانیزﺉ نو تاسو ټول وژنو!»
انځور: APپه لومړي سر کې د ملالې تداوي په پاکستان کې وشوه
ملاله پیژندل کیږي او د یوه وسله وال له لوري په سر ویشتل کیږي. هغه ډیره سخته ټپي کیږي، خو ژوندۍ پاتې کیږي. د ملالۍ لومړنۍ درملنه په پاکستان کې وشوه، خو بیا د نورو عملیاتونو له پاره د بریتانیې د برمنګهم ښار ته یوړل شوه. اوس د هغې روغتیایي وضعه ښه ده او ښوونځي ته یې تګ پیل کړی دی.
انځور: picture-alliance/dpaتر ټپي کیدو څو ورځې وروسته ملاله یوسفزۍ، د یوې ځانګړې الوتکې پواسطه د بریتانیې برمنګهم ښار ته د درملنې له پاره راوستل شوه. په دغه روغتون کې د هغې څو جراحي عملیاته تر سره شول او اوس له روغتون څخه کور ته تللې ده.
انځور: picture-alliance/dpaد ملالۍ د ټپې کیدو وروسته د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې د هغې سره د خواخوږۍ د څرګندولو له پاره بیلا بیلې غونډې تر سره شوې او پر هغې شوی برید په سختو ټکو کې وغندل شو.
انځور: APملاله وایي، هیله منده ده، چې کتاب یې په ټوله نړۍ کې ولوستل شي او لوستونکي پر دې پوه شي چې د ځینو ماشومانو له پاره د تعلیم حاصلول څومره ستونزمن کار دی. په افغانستان کې هم د ملاله یوسفزۍ د روغتیا له پاره په ښوونځیو کې دعاګانې شوې وې.
انځور: DWملاله یوسفزې ته د با جرات نجلۍ خطاب کيږي. د «ټایمز» مجلې هغې ته په ۲۱۰۲م کال کې تر اوباما وروسته په نړۍ کې د دویم شخصیت لقب ورکړی دی. ملاله د نوبل سولې جایزې ته هم نومول شوې ده. پر دې سربیره د ملګرو ملتونو له لوري د نوامبر د میاشتې لسمه نیټه «د ملالۍ د ورځ» په نوم نومول شوې ده.
انځور: picture alliance / dpa