1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملالې يوسفزۍ پر څرګندونو ولي سختي نيوکي شوي؟

۱۴۰۰ خرداد ۱۳, پنجشنبه

پر ملالې يوسفزۍ په پاکستان کې تل د بېلا بېلو کړيو له خوا نيوکې کیږي خو اوس له يوې بريتانوۍ مجلې سره تر يوې مرکې وروسته،د نيوکو له يوه سېلاب سره مخامخ شوې ده.

Malala Yousafzai | Tokyo, Japan
انځور: Rodrigo Reyes Marin/ZUMA/imago images

د بريتانيا د ووګ په نوم د فيشن مشهورې مجلې سره په مرکه کې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ ويلي دي چې دا تر اوسه په دې نه پوهيږي چې که څوک د يو چا ژوند ته راتلل غواړي نو د دې له پاره د واده سند لاسليکول ولې اړين دي او دا ولې يوازې يو مشارکت يا هسې ګډ ژوند بايد نه وي؟ د نوموړې دې څرګندونو په پاکستان کې سختې نيوکې راپارولي دي. خو د ښځو د حقونو فعالانې بيا دا نیوکې «د شرم وړ» بولي.

د ووګ مجلې د راتلونکې میاشتې له پاره پر خپل لومړي مخ د نوموړې عکس خپروي چې ټيکری یې پکې پر سر ښکاري. نوموړي د تويتر له لارې ویلي چې پوړنی یې د يوې مسلمانې پښتنې په توګه پيژندګلوي ښيي.

پر ملالې انتقاد نوی نه دی

به لاهور کې د عوامي ورکز ګوند مشره شازيه خان وايي چې پر ملالي انتقاد کومه نوې خبره نه ده. نوموړې د دويچه ويله اردو څانګې ته وویل کله چې پر هغې ډزې وشوې او د مرګ سره په جنګ وه نو هغه وخت هم ورته ښکنځل کيدله. هغه زياتوي کله چې ملالې د نوبل جایزه وګټله نو هم له انتقادونه سره مخامخ شوه.

د شازيه خان په آند اساسي ستونزه د ملالې مرکه نه، بلکې هغه نظريه ده چې محافظه پاله کړۍ قوي کوي او تندلاريتوب پياوړی کوي. هغه وايي چې دا چې ملاله د دې نظریې پر ضد ده نو له دې کبله یې پر ضد کمپاين کيږي.

ضیاالدین یوسفزی: پاکستان په خپلو امنیتي پالیسیو کې څرګند بدلون ته اړتیا لري

نوموړې زياته کړه: «دا د شرم خبره ده چې د دې هيواد دوو وګړو ته د نوبل جایزه ورکړل شوې او له دواړو نفرت کیږي. دواړو ته په توله نړۍ کې د ستاينې مډالونه ورکړل شوي خو په خپل هيواد کې يې پر ضد کمپاينونه کيږي.»

د توطیې نظريات

پخوانۍ سناتوره او په سنا مجلس کې د بشري حقونو د کميټې پخوانۍ مشره نسرين جليل وايي چې پاکستان بايد په ملالي ووياړي او د توطیې پر نظريو باید باور ونه کړي.

هغې زياته کړه چې د ملالې يوسفزۍ مرکه اوږده وه او که په دې ترڅ کې هغې کوم داسې نظر څرګند کړې وي چې خلکو ته ناسم ښکاري نو هغوی په سمه توګه پر نوموړې انتقاد کولی شي. نسرين جليل زياتوي: «دې ډول ښکنځلو ته اړتيا نه شته او نه هم بايد نامناسبه لهجه وکاروله شي. له دې څخه به يوازې د هيواد نوم بد شي او هغه خلک چې دا ډول لهجه او ژبه کاروي د هغوی ذهني ټيټوالی ترې څرګنديږي.»

د ښځو د حقونو مشهورې فعالې فرزانه باري هم وويل چې د مختلفو مسئلو په اړه هر څوک خپل نظر لري او بايد د يو بل د شخصي نظرونو احترام وشي. هغې زياته کړه: «موږ بايد وګورو چې ملالې په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د تعليم له پاره کار کړی دی. هغه چې هر چېري ځي د پاکستان نوم هم ورسره ځي. داسې يو شخصيت ته ښکنځلې کول، د غندنې وړ کار دی.»

د پاکستان د ولسي جرګې غړې او عوامي نيشنل ګوند پخوانۍ مشره بشری ګوهر وايي چې ملالې يوسفزۍ په ټوله نړۍ کې د پښتنو په اړه هغه تصور چې ګڼي اکثريت پښتانه طالبان خوښوي، يا طالبان د پښتنو استازيتوب کوي، ناسم ثابت کړی دی.

هغې وويل چې د زده کړو او امن له پاره د ملالې زيار او هڅې له طالبانو سره خواخوږي لرونکو د نظریې سره په ټکر دي او له همدې کبله یې «خاينه او د لويديځ ايجنټه يا جاسوسه بولي.»

ب. ص/ ن. ز (عبدالستار خان)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب