1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملا امامانو نوی نسل چې په آلمان کې روزل شوی

۱۴۰۲ بهمن ۲, دوشنبه

په دې وروستيو کې د هغو ملا امامانو شمير لوړ شوی دی چې په آلمان کې را لوې شوي او همدلته یې خپلې ديني زده کړې بشپړې کړي دي. اسلامي ټولنې په ټول هېواد کې د نسل تغير او عمومي نوی سمون يا د لوري موندنه تجربه کوي.

آلمان: د ديني چارو د مسئولينو او ملا امامانو د فراغت غونډه
آلمان: د ديني چارو د مسئولينو او ملا امامانو د فراغت غونډهانځور: Christoph Strack/DW

عثمان سوير، د ديني چارو يو نوی مسئول دی چې په روانه میلادي مياشت کې یې د برلين د نوي کولن سيمې د سهيتليک په مسجد کې لوړه وکړه. نوموړی د هغو ۲۸ ځوانو ښځو او نارينه وو له ډلې څخه دی چې د آلمان د تر ټولو سترې اسلامي ټولنې «ديتب» له خوا د «ديني چارو د استازو» په توګه روزل شوي دي.

دوی اوس په بېلا بیلو روحاني دندو بوخت دي چې کولی شي د مسجد د امام دنده هم پر مخ يوسي.

سوير بن ښار ته په څېرمه په پراته ښارګوټي الفتر، کې له يو مياشتو راهېسې کار کوي. هغه وايي چې له ټولنې سره تماس یې لومړيتوب دی چې په دې کې پراخه فعاليتونه شامل دي: «زه شاګردانو ته درس ورکوم، زه ملا، واعظ او روحاني يم. د نکاح له پاره ودونو ته ځم او جنازې هم کوم.»

د نوموړي مور او پلار په ۱۹۷۲م کال له ترکیې څخه آلمان ته راغلي او پلار یې ماينس ښار ته څېرمه د اوپل موټر جوړولو په کارخانه کې کار کاوه.

په برلين کې د دغو ديني عالمانو د لوړې مراسم د همدې تحول ښکاروندوي کوي. ترکي اسلامي ټولنه «ديتيب» شا او خوا ۹۰۰ جوماتونه لري. د اټکلونو پر اساس په ټول آلمان کې تر ۳۰۰۰ ډېر او د مسلمانانو د لمانځه خونې موجودې دي.

عثمان سوير، د ديتيب ټولنې د ديني زده کړو له دورې فارغ شویانځور: Christoph Strack/DW

دا ترکي اسلامي ټولنه له ډېرې مودې راهېسې د «ديانت» له خوا چې د ترکیې يوه قوي او دولتي ترکۍ اداره ده، تمويل کيږي. په واقعيت کې د ترکیې د دې ټولنې له خوا امامان له ترکیې څخه په ترکي ژبه د وعظ له پاره آلمان ته استول کیدل.

د ټولنیز انسجام رامنځته کول

د ديتيب ټولنې عمومي مشر ايوب کاليون، له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل چې د دې روحانيانو روزنه يو «مهم خدمت» دی. هغه وويل چې دا ټولنه په آلمان کې د مسلمانانو د اړتياو له پاره طراحي شوې ده. د نوموړي په خبره دا موسسه د يوې مذهبې ټولنې په توګه د شخصي او مالي خدماتو وړاندې کولو ته ژمنه ده. هغه وويل چې دا روزنیز پروګرام د «ټولنیز انسجام» له پاره ځانګړی اهميت لري.

ايوب کاليون دويچه ويله ته وويل چې په راتلونکې کې به آلماني ژبه «د دې برنامې ستره برخه وي. دا به هغه ژبه وي چې ټول سره پيوند کړي او په ځانګړي توګه د مسلمانانو ټولنه سره ونښلوي. په همدې دليل زموږ د روزنې ژبه آلماني ده.»

آیا سعودي به په بهر کې د جوماتونو جنجالي تمویل ودروي؟

01:59

This browser does not support the video element.

خو هغه زياته کړه چې د «ترکي ژبې د خدماتو ساتل به د اسلامی ټولنې د ډېر عمر لرونکو کسانو له پاره مهم وي.»

په آلمان کې دننه د مسلمان روحانيونو د روزنې مفکوره له مودو راهېسې د ادغام په اړه د بحثونو او ديني چارو د سیاست برخه وه. د کلونو په اوږدو کې د آلمان اسلامي کنفرانس (ډي آې کې) چې په ۲۰۰۶م کال کې يې بنسټ کيښودل شو، تل پر دې مسئله چې روحانيان په آلماني ژبه تسلط نه لري، ټينګار کړی دی.

له اوږدې مودې راهېسې يوازې د احمديه ټولنې د مسجدونو د امامانو روزنه پر مخ وړله. احمديه د ۱۹م پيړۍ په پای کې په اوسني پاکستان کې ظهور وکړ او ځانته د يوه ديني اصلاحي غورځنګ په سترګه ګوري. له ۲۰۰۸م کال راهېسې دا ټولنه د یوې اوه کلنې دورې په ترڅ په آلماني ژبه غږيدونکي امامان روزي چې اوس په ټول آلمان کې فعاليت کوي.

دوه کاله ترمخه دوه بيخي بيلې ډلې صحنې ته داخلې شوې. په ۲۰۲۰م کال کې ديتيب ټولنې د آلمان په لويديځ کې د ايفل د لیرې پرتې سيمې په دهلم ښار کې يوه پخوانۍ ليليه د روزنې په يوه مرکز واړوله.

د ديتيب استازی ايوب کيلون په آلمان کې زيږيدلی او را لوې شویانځور: Christoph Strack/DW

يو کال وروسته د اوسنابروک اسلامي عالمانو او د بوسنيا ريښې لرونکو آلماني مسلمانانو د «آلمان د اسلامي کالج» بنسټ کيښود.

هورست زههوفر چې هغه وخت د آلمان د کورنيو چارو وزير وو، د دغه موسسې رامنځته کيدل یې وستايل.

د کورنيو چارو وزارت هلې ځلې

له ديتيب او اسلامي کالج څخه تر دې دمخه په لسونو کسان فارغ شوي دي. له دې دوو موسسو څخه فارغ شوي امامان په مسجدونو کې د ملا او د جمعې د خطبې د امام په توګه دنده لري. خو د تېر دسمبر مياشتې په منځ کې د آلمان د کورنيو چارو وزارت يوې اعلامیې خلک ډېر حيران کړل.

د آلمان د کورنيو چارو وزيرې نانسي فيزر، اعلان وکړ چې له ديتيب او ديانت ټولنو سره تر اوږدو مذاکراتو وروسته، د کورنیو چارو وزارت موافقه وکړه چې په تدريجي ډول به د ترکیې د دولت له خوا د تمويل شويو روحانیانو له منلو ډډه وکړي. هغه زياته کړه: «دا په آلمان کې د مسلمانانو د ټولنو د ادغام او مشارکت له پاره يو مهم ګام دی. په پام کې ده چې په آلمان کې به هر کال سل تنه ملا امامان وروزل شي.» هر کال په همدې اندازه مسلمان روحانيان له بهر څخه آلمان ته راتلل.

آلمان په دې برخه کې د فرانسې مثال تعقیبوي: د روان میلادي کال له پېل راهېسې فرانسې د هېواد دباندې څخه هیڅ ملا امام نه دی راغوښتی، بلکې د دې پر ځای د فرانسې په پوهنتونونو کې روحانيان تربيه کيږي. دا بدلون د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون، په ۲۰۲۰م کال کې رامنځته کړ او اوس عملي کيږي. تر اوسه به د فرانسې امامان تر ډېره له مراکش، تونس او الجير څخه راتلل.

د ديتيب د ۳۶ کلن استازي عثمان سویر، په څېر ايوب کيلون په آلمان کې د امامانو د نوي نسل استازیتوب کوی. که څه هم چې د کاليون نيکه او آنا له ترکیې څخه آلمان ته راغلي ول، خو هغه د آلمان په وپرتال سيمه کې زيږيدلی دی او د آلمان تابعيت او تحصيلي دیپلوم لري. کاليون او سوير د نورو اکثرو فارغو شويو په څېر لږ تر لږه په دوه ژبو آلماني او ترکي ډېرې روانې خبري کوي.

ب. ص/ ن. ز (کرستوف شتراک)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب