د څيړونکو په حواله اوستيوپوروسس (Osteoporosis) هغه ناروغي ده چې هډوکي پکښې کمزوري کيږي او د عمر په زياتيدو سره په هډوکو کې واړه واړه سوري پيدا کيږي او پر ساخت یې هم اغيزه کوي. د دې ناروغتيا له کبله مريضان د ټول بدن په درد او په خاص ډول د ملا په شديد درد اخته کيږي، ځکه همدا مرض د ملا شمزۍ ته هم زيان رسوي.
د دې مرض د علاج له پاره به تر اوسه د عملياتو په ترڅ کې يوه متخصص جراح د ملا د تير ماتې شوې کړۍ د يوه سرنج له لارې په سيمنتو ډکولی. په دې توگه به دغه کړۍ يو څه قوي کيدلې او د ناروغ درد به يو څه کميده. دې جراحۍ ته په طبي ژبه کې «وير تيبروپلاستي» ويل کيږي.
د دې عملي پروسې نتيجه دا وه چې يو مريض هم ونه پوهيد چې آیا دوی په رښتيا عمليات شوي او که ورته د پيچکاريو په ورکولو سره يوازي په درواغو عمليات شوي دي.
Reuters (B.S/N.Z))
زموږ له آرشيف څخه:
د مارانو په واسطه مساژ
همدا چې د ځان د درد خبره اورو، نو د مساژ یا چاپی د نوم په اوریدو مو هډوکي نرمیږي او درد هیريږي. خو که چیرته همدا مساژ د یوه خطرناک مار په واسطه وشي، نو څنګه احساس به وکړئ؟
انځور: Getty Images/U. Ifansasti
د مساژ «چاپي کولو» له پاره د مارانو مرسته
د مارانو یو ځانګړتیا دا ده چې هغوی ډیر ورو ورو ترهغه وخت پورې چې د خپل ښکار نفس وباسي، ښکار په خپل چنګ کې راګیروي. دا چې ماران د یو شي څخه د راتاویدو وړتیا لري، اوس له مارانو څخه په ځینو هیوادونو کې د مساژ له پاره کار اخیستل کیږي.
انځور: Getty Images/U. Ifansasti
له مساژ مخکې مارانو ته د خوراک ورکول
هغه کسان چې غواړي د مار په واسطه مساژ ورکړل شي، باید د ویرې احساس و نه کړي. له هر مساژ څخه ۳۰ دقیقې مخکې مارانو ته ښه خوراک ورکول کیږي او بیا وروسته د هغوی خولې تړل کیږي. درې متره اوږد او تقریباُ د ۸ کیلوګرامه وزن لرونکي ماران، زیاتره ملا او پښو ته د مساژ ورکولو له پاه استعمالیږي.
انځور: Getty Images/U. Ifansasti
د هارمونونو تولید
مساژ کیدونکي کسان که هر څومره هم زړور وي، خو بیا هم په خپل ذهن کې د ویرې یو احساس لري. د دې کسانو په حواله، کله چې د دوی پر بدن مار ګرځي او مساژ ورکول کیږي نو په بدن کې یو ډیر عجیب احساس را پیدا کیږي.
انځور: Getty Images/U. Ifansasti
د پښو مساژ
د انسان د لاسونو د مساژ او د مار په واسطه مساژ یو له بل سره ډیر توپیر لري. کله چې د مار په واسطه یو څوک چاپي کیږي، نو د مساژ پر وخت د مار نیول کله ډیر سخت شي او کله بیا ډیر نرم شي.
انځور: Getty Images/U. Ifansasti
د مارانو د مساژ رواني ګټې
د مارانو د مساز وروسته خلک د ډیر آرامۍ احساس کوي. ډیری کسانو دا منلې ده چې د مساژ پر مهال هغوی د دې وړتیا پیدا کړه چې خپله ویره او ډار اداره کړي.
انځور: Getty Images/U. Ifansasti
تر سختې څارنې لاندې د مساژ ورکول
سربیره پر دې چې د مارانو خولې تړل شوي وي، خو بیا هم د مساژ په خونه کې څارونکي هم موجود وي ترڅو د مار حرکتونه او د هغه رویه وڅاري.
انځور: Getty Images/U. Ifansasti
د مارانو مساژ د مشهوره کیدو په درشل کې
د اندونیزیا سربیره په ځینو نورو هیوادونو کې هم د مارانو مساژ مخ پر ډیریدو دی. اوس په فلیپین او انګلستان کې هم د مارانو د مساژ ځیني مرکزونه جوړ شوي دي او خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.