د ملت بابا د 93 کالو په عمر ومړ
۱۳۸۶ مرداد ۱, دوشنبهاعلان
د غه خبر نن سهار افغان ولسمشر حامد کرزي خبريالانو ته په ژړغوني ږغ اعلان کړی.
اعلحضرت ظاهر شاه په کال 1973 کې د داود خان د کود تا په نتيجه کې له ټولواکمنۍ څخه ليرې کړل سوی
او له هغه وخت راهيسي شاوخوا 29 کاله په ايټاليې کې اوسيدی تر څو چې د حامد کرزي د واکمنۍ په د وره کي د 2002 ميلادي کال د اپريل په مياشت کې بيرته خپل هېواد ته راستون سو چې په لويه جرگه کې ورته د ملت د بابا لقب هم ورکړل سو.
محمد ظاهر شاه د 1933 ميلادي کال څخه بيا تر 1973 کاله پوري څلويښت کاله د افغانستان پاچاوو.
د کارپوهانو په وينا دده د واکمنۍ په څلوښت کلنه دوره کې يي د هېواد د پرمختگ زمينه برابره کړه چې د نوي اساسي قانون په جوړولو سره يی په هېواد کې د ولسواکۍ لپاره لاره هواره کړه.
ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د رې ورځې د ملي وير اعلان کړی او ويلي چې د رې ورځی به د افغانستان په ټولو ولايتونو او د باندي په سياسي نمايند گيوکي فاتحه واخستل سي او د افغانستان بيرغ به نيمه ځوړند وي.