1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د ملي امنیت شورا: شاوخوا ۶۰ سلنه طالب زندانیان آزاد شوي

۱۳۹۹ خرداد ۲۰, سه‌شنبه

د افغانستان د ملي امنیت شورا د سه شنبې په ورځ وویل چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل له پاره د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې په تړاو حکومت شاوخوا ۶۰ سلنه طالب زندانیان آزاد کړي دي.

Afghanistan Haftentlassung von 100 Taliban
انځور: ONSC

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتې پر ۹مه نیته) د افغانستان د ملي امنیت شورا وویل چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د شوي توافق پر اساس یې د هیواد له زندانونو څخه شاوخوا ۶۰ سلنه طالب زندانیان آزاد کړي دي. د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د پیل له پاره، د دواړو لورو ترمنځ د زندانیانو تبادله یو له اصلي شرطونو څخه شمیرل کیږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې تر اوسه پورې شاوخوا ۳۰۰۰ طالب زندانیان آزاد کړل شوي دي او زیاتوي چې دغه لړۍ به په افغانستان کې د دوامدارې سولې د ټینګښت له پاره د اعتماد د جوړونې په موخه ادامه ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ، د افغانستان د مصالحې عالي شورا هم په خپل کار پیل کړی دی او له طالبانو سره د افغان حکومت مرکچي پلاوی هم د مذاکراتو له پاره چمتو دی.

د افغانستان د حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب زندانیانو آزادول د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمینه دوحه کې د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې د شوي توافق یوه اصلي موضوع وه. طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل له پاره د خپلو زندانیانو د آزادولو شرط ایښی وو.

انځور: picture-alliance/Zuma/PPI

د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون له مخې، ټول بهرني ځواکونه به په تدریجي توګه له افغانستان څخه خپل سرتیري اخراجوي او طالبان اړ دي چې د دې کار په ځواب کې امنیتي تضمینونه وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې چې د کوچني اختر په مناسبت وسلوالو طالبانو د اختر په ورځو کې درې ورځنۍ اوربند اعلان کړ چې د طالبانو د دغه اقدام په ځواب کې ولسمشر غني د ۲۰۰۰ نورو طالب زندانیانو د چټک آزادولو ژمنه وکړه. افغان حکومت تر دې وړاندې ۱۰۰۰ تنه طالب زندانیان آزاد کړي وو. طالبان بیا ادعا کوي چې دوی تر اوسه پورې شاوخوا ۵۰۰ حکومت پلوه ځواکونه له خپل بند څخه آزد کړي دي. د زندانیانو د آزادولو په برخه کې افغان حکومت او طالبان دواړه ضد او نقیضې شمیرې وړاندې کوي.

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د تیرې جمعې ورځې راهیسې د سیمې په سفرونو بوخت دی. خلیلزاد د دوحې، اسلام آباد او کابل په سفر راوتلی دی او هڅه کوي څو د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بین الافغاني مذاکرات ژر پیل شي.

بل لوري ته د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه نن، سه شنبه په کابل کې له افغان مشرانو سره ليدلي دي. د ارګ له خوا ويل شوي چې په دغه کتنه کې د سولې پر پروسې او له دغې پروسې څخه د پاکستان پر ملاتړ خبرې شوي دي. د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم پر ټويټر ليکلي دي چې نن ېې د جنرال باجوه هرکلی کړی دی. عبدالله د جنرال باجوه سره نننۍ ليدنه کتنه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت له پاره يو ګټور ګام بللی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل