1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «ملي بیرغ ورځ»؛ طالبان به درې رنګه بیرغ ومني؟

امید دیدار
۱۴۰۲ مرداد ۷, شنبه

د پرځول شوي جمهوریت پر مهال د زمري اومه د «ملي بیرغ د ورځې» په نوم په رسمي ډول نمانځل کېدله. له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د «ملي درې رنګه» بیرغ پر ځای یې د خپلې ډلې «سپین» بیرغ د رسمي بیرغ په توګه پورته کړی.

د افغانستان ملي بیرغ، د ارشیف انځور
د افغانستان ملي بیرغ، د ارشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/S. Marai

دمګړۍ د افغانستان د اوسنۍ ادارې په استازۍ یوازې ورزشي لوبو لکه کریکټ کې د «افغانستان درې رنګه ملي بیرغ» کارول کېږي او له هېواده بهر هغه سفارتونه او قونسلګرۍ چې لا طالبانو ته نه دي سپارل شوي، تر دې بیرغ لاندې کار کوي.

همدا راز، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د «ملي بیرغ» پر سر ډېرو ولایتونو کې د اخ و ډب پېښې هم شوي او د رپوټونو له مخې، ځینو ولایتونو کې یو شمېر کسان د بیرغ د اوچتولو په سر هم وژل شوي او ټپيان شوي وو.

کونړ کې د ملي بیرغ په ملاتړ لاریون باندې ډزو مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان ملي بیرغ، د ارشیف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Maqbool

که څه هم افغانستان کې د طالبانو اداره اجازه نه ورکوي، چې څوک دې «درې رنګه ملي بیرغ» پورته کړي او یا دې یې ورځ ونمانځي؛ خو د «ملي بیرغ ورځ» له هېواده بهر او خواله رسنیو کې د افغانانو له لوري د بیرغ د عکسونو او ویډیوګانو، سندرو او مبارکیو په خپرولو سره په پراخ ډول نمانځل شوې.

په دې اړه بېلابېلو خپرو شویو پیغامونو کې راغلي، چې «اوسنی درې رنګه ملي بیرغ» باید هر حکومت د ملي نښې او سمبول په توګه د ملي او رسمي بیرغ په توګه ومني او دا مسئله دې نه اختلافي کوي.

څو ځوانان: په خوست کې طالبانو شکنجه کړي يو

خواله رسنیو کې پر طالب واکمنو نیوکې شوي، چې د دوی په ټکو د «ملي بیرغ» پر ځای یې د خپلې ډلې بیرغ پورته کړی.

د خواله رسنیو کارنو «درې رنګه ملي بیرغ» د «یووالي، زړورتیا او خپلواکۍ» سمبول یاد کړی دی او زیاته کړې یې ده، چې تر دې یوه بیرغ لاندې راټولېدل د هېواد او خلکو په ګټه دي.

د پخوانۍ ولسي جرګې غړې مریم سلیمانخېل په دې اړه یوه ټویټ کې لیکلي: «زموږ ملی بیرغ د زړورتیا، خپلواکۍ او یووالي سمبول دی. روښانه او برجسته رنګونه یې د افغانستان د بډایه تاریخ او د خلکو د ژور یووالي استازیتوب کوي. تور رنګ یې د تاریخی ستونزو او د ننګونو څخه د وتلو سمبول دی، سور رنګ یی د قربانۍ او زړورتیا ښکارندوی دی. او زرغون رنګ یی د ملت د هیلو او یو روښانه راتلونکي لپاره د ملت نه ختمیدونکې استقامت او خوشبیني منعکس کونکی دی. تر دې ستر ملی بیرغ لاندی به موږ تل یو متحد ملت پاتی کیږو.»

کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۲ کالیزې په ورځ افغان میرمنو بیرغ پورته کړی. ۲۰۲۱ کالانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

افغان خبریال سعید شینواري د «ملي بیرغ» له خپرو کړیو عکسونو سره لیکلي: «څه زوروره ټوټه ده چې لسګونه زره ځوانۍ ورته قربان شوې، راکوز شو، په وینو لت پت شو، خلک یې په ګرځولو شهیدان شول، خو له کورونو او زړونو ونه ووت. انسان چې ژوندی وي د اوس په څېر به تل په همدغه بیرغ پیژندل کېږي.»

طالبانو پر ارګ خپل بیرغ وځړاوه

د خواله رسنیو یو شمېر کارنو بیا هغه کسان راننګولي، چې د «ملي بیرغ» تر سیوري لاندې یې فساد کړی دی.

افغان ژباړن میراحمد یاد پر خپل فیسبوک لیکلي: « د ملي بیرغ درناوی په خپل ځای، خو دا کومو خلکو چې د دې بیرغ لاندې فسادونه او وهنې کړي او اوس د هماغه پیسو په کورونو کې له ملي بیرغ سره عکسونه خپروي، دوی ته به خپل ضمیر هېڅ نه وايي؟ ملي بیرغ د صافي ټوټه نه ده چې اوس به پرې موږ خپل ناولي مخونه پاکوو.»

یو شمېر افغان سندرغاړو د زمري د اوومې یا «ملي بیرغ ورځې» په مناسبت بیرغ ته سندرې هم جوړې کړي دي.

افغان سندرغاړي میرخان مقري دویچه ویله ته یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې هېواد او «ملي بیرغ» سره مینې وهڅاوه، چې د زمري اوومې یا «د ملي بیرغ ورځېِ» ته ځانګړې سندره جوړه او خپره کړي.

د افغانستان ملي بیرغ، د ارشیف انځورانځور: SHAH MARAI/AFP/Getty Images

هغه ویلي: «وطن او بیرغ په موږ حق لري. بیرغ سره زما مینه په دې انداز کې ښکارول لامل شو، چې ترانه ورته ووایم. وطن سره مینې وهڅولم، چې درې رنګه بیرغ ته د له سره راشین کېږمه په نوم سندره ووایم.»

دویچه ویله په دې اړه د طالبانو د ادارې ویاند ذبېح الله مجاهد پوښتلی؛ خو هغه د رپوټ د خپرېدو تر وخته د دویچه ویله پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

بل پلو د طالبانو د ادارې د دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد موده مخکې له طلوع خصوصي ټلوېزیوني شبکې سره یوې مرکه کې د «ملي بیرغ» په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې وویل:« زما په نظر د بیرغ او نور موضوعات چې ملي بلل کېږي یا لوی موضوعات دي، هغې ته وخت ورکړو، کېدای شي داسې وخت راشي چې دا مشکلات په ډېرې اسانۍ حل کړای شو.»

خو شنونکي او د خواله رسنیو کارن وايي، د طالبانو سختو پالیسو ته په کتو، نه ګڼي، چې دغه ډله دې «درې رنګه بیرغ» د ملي او رسمي بیرغ په توګه ومني.

د افغانستان د «درې رنګه ملي بیرغ» اوسنۍ بڼه څه باندې یوه پېړۍ پخوا د شاه امان الله خان پر وخت ټاکل شوې؛ خو له هغه وخت تر دې دمه د بیرغ بڼې د مختلفو واکمنو له لوري بدلې شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب