د افغانستان د ملي یووالي حکومت به د هغه د جوړیدو د تړون مودې تر پای ته رسیدو وروسته هم خپل کار ته دوام ورکړي. افغان حکومت په تیرو دوو کلونو کې له طالبانو سره په جګړه بوخت وو او د خپلو ژمنو په پلي کولو کې پاته راغلی.
اعلان
د ملي یووالي حکومت تړون د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، په منځګړیتوب په ۲۰۱۴م کال کې د افغانستان تر اوږدو او جنجالي ټاکنو وروسته، لاسلیک شو. د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دواړو کانديدانو اشرف غني او عبدالله عبدالله، د بریا ادعا کړې وه، خو د امریکا د وزیر له خوا په رامنځ ته شوي تړون کې اشرف غني د ولسمشر او عبدالله عبدالله د اجرائيه رئیس په توګه ونومول شول.
په تړون کې راغلي ول چې غني او عبدالله د تړون تر لاسلیکیدو وروسته به په دوو کلونو کې انتخاباتي اصلاحات، الکترونکي تذکري وویشي، پارلماني او د وسلوالیو شوراګانو انتخابات به وکړي. په تړون کې دا هم راغلي دي چې د ملي یووالي حکومت به د دوو کلونو په منځ کې د اساسي قانون لویه جرګه را وبلي، چې په افغانستان کې به د لومړي وزیر رامنځ ته کیدل تائيد کړي او عبدالله عبدالله به دغه دنده پر غاړه واخلي.
خو د دغو ژمنو يوه يې هم تر اوسه پوري پوره شوې نه ده.
د ملي یووالي حکومت د دوه کلني دورې تر بشپړیدو لږ مخکې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، یو ځل بیا افغانستان ته راغی او ټینګار یې وکړ چې دغه حکومت د دوو کلونو له پاره نه، بلکي د پنځو کلونو له پاره جوړ شوی دی.
د ملي یووالي حکومت په خپله دوه کلنه دوره کې تر ډیره له طالبانو سره په جګړه کې بوخت پاته شوی. پر دې سربیره اداري فساد او اقتصادي ستونزې هم دې حکومت ته لوی خنډونه دي. په هیواد کې ډېر کسان د دغو ټولو ستونزه پړه د حکومت د دواړو مشرانو تر منځ پر شته ستونزو او د نظر پر اختلافاتو باندې اچوي.
په وروستیو وختونو کې عبدالله عبدالله په حکومت کې پر خپل شریک اشرف غني باندې سختې نیوکې وکړې. داسې ښکاري چې دغو نیوکو تر یوه حده پورې پایلې لرلې وي. د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري، په وروستیو وختونو کې وویل چې ولسمشر د ټاکنو د ریفورم موضوع نهایي کړې ده او د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو د ترسره کولو له پاره عملي ګامونه پورته شوي دي.
عبدالله عبدالله هم د سه شنبې په ورځ ټینګار وکړ چې یوازې د لویې جرګې په نه رابللو سره به د حکومت کار پای ته و نه رسیږي.
عبدالله عبدالله وویل: «اجرائيه وي ریاست به په ټول صلاحیت سره د حکومت د پاتې دورې له پاره خپل کار ته دوام ورکړي.»
داسې ښکاري چې د اساسي قانون د لویې جرګې راغوښتل او د الکترونیکي تذکرو ویشل او د پارلماني انتخاباتو په لاره اچول به ډیر وخت ونیسي.
نور مطالب
انځورونه: د ملي یووالي حکومت له جوړیدو راهیسې امنیتي ننګونې
یو کال مخکې د سپتمبر پر ۲۹مه نیته ولسمشر غني، د لوړې مراسم ترسره کړل او خپل کار یې پیل کړ. د هغه د کار له پیل راهیسې په افغانستان کې سخت خونړي بریدونه شوي . په دې موده کې د افغانستان امنیتي ننګونې په انځورونو کې ووینئ.
انځور: picture-alliance/dpa
له افغانستان څخه د ناټو د جنګي ځواکونو وتل
د ۲۰۱۴ کال په پای کې ناټو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه او له دې هیواد څخه یې خپل ډیر شمیر ځواکونه وایستل. دا موضوع د یاغیانو د روحیې د لوړیدو لامل شوه او پر افغان امنیتي ځواکونو باندې هم فشارونه ډیر شول. له دې کبله چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې افغان ځواکونه په یوازیتوب عملیات ترسره کوي، د هغوي په منځه کې د تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/MOD/Sergeant Obi Igbo
د داعش یا اسلامي دولت ډلې ظهور
د ملي یووالي حکومت له جوړیدو سره په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو د ډیریدو خبرې هم رابرسیره شوې. افغان او بهرنیو چارواکو په لومړي سر کې په افغانستان کې د دغې ډلې فعالیتونو ردول خو د وخت په تیریدو سره د دغې ډلې فعالیتونه لا پسې بربنډ شول او دې ډلې وویل چې افغانستان ته هم د خپل خلافت د غځولو نیت لري.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi
پر ولسوالیو باندې بریدونه
د ملي یووالي له حکومت څخه لا ډیر وخت نه وو تیر شوی چې شاوخوا ۱۲۰۰ یاغیانو د کونړ ولایت پر دانګام ولسوالۍ باندې ډله ییز برید وکړ. په دې موده کې طالبان وتوانیدل چې یو شمیر ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راولي، خو دغه ځایونه بیا بیرته د افغان ځواکونو له خوا ونیول شول. په دې موده کې طالبان آن وتوانیدل چې د ښارونو تر دروازو پورې هم ورسیږي. کندز ولایت د دې موضوع یوه واضح بیلگه ده.
انځور: picture-alliance/epa/J. Karger
د افغانستان په شمال کې ناامنۍ
په شمال کې ناامنۍ د بدخشان ولایت پر ولسوالیو باندې له بریدونو څخه پیل شوې. طالبانو هلته یو شمیر ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستې چې بیا وروسته د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ونیولې شوې. په دې ترتیب سره د ناامینو لمن د افغانستان شمال ته چې تر دې مخکې په نسبي توګه آرامه سیمه بلل کیده وغځیده. په دې برخه کې ناامنۍ هغو بهرنیو جنګیالیو پورې تړل کیږي چې د مرکزي اسیا له هیوادونو څخه افغانستان ته راځي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai
پر پلازمینه باندې برید
تر هغه وروسته چې طالبان د ټاکنو په مخطلولو و نه توانیدل او سیاسي شخړې هم د امریکا متحده ایالاتو په منځګړیتوب حل شوې، پر پلازمینه کابل باندې د بریدونو لړۍ پیل شوه. پر دولتي او ملکي ادارو باندې باندې ډله ییز بریدونه، ځانمرګي بریدونه او د سړک د غاړې چاودنې ډیرې شوې. یوازې په یوې میاشت کې په کابل کې ۱۲ ځانمرګي بریدونه وشول.
انځور: Reuters/O. Sobhani
د حکومت د غړو ترور
یاغیانو خپل جنګي تخنیکونه بدل کړل او د ملي یووالي حکومت پر غړو یې بریدونه پیل کړل. د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د حکومت یو شمیر غړي یا خو وتښتول شول او یا هم ترور شول. په دغو کسان کې د کابل د محکمې د دارالانشأ رییس هم شامل وو. یاغیانو همداراز د مرستندویه موسسو پر غړو باندې هم بریدونه وکړل.
انځور: REUTERS/O. Sobhani
د سولې خبرو اترو پیل
په همدې منځ کې د افغان حکومت اجرائیه وي رییس عبدالله عبدالله، د سولې خبرو اترو د پیلیدو خبر ورکړ. ولسمشر غني هیله لرله چې دا ځل به د سولې بهیر د پاکستان په منځګړیتوب یوې پایلې ته ورسیږي. تر څو غونډو وروسته، دغه بهیر هم د ملا محمدعمر تر وژل کیدو وروسته، پرته له کومې پایلې له بُن بست سره مخامخ شو. د پاکستان پر ضد ولسمشر غني سیاست او د هغه ناکامې په دې هیواد کې نوې اندیښنې رامنځ ته کړې.
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Mughal
له پاکستان سره د اړیکو ترینګلې کیدل
په پاکستان کې پر یوه ښوونځې باندې تر برید وروسته، اسلام آباد پر افغانستان باندې تور ولګاوه چې دغه برید یې په خاوره کې پلان شوی دی. د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف، تر دې برید وروسته افغانستان ته سفر وکړ او په جدي لهن یې له افغان حکومت څخه وغوښتل چې په خپله خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان پر پټنځایونو باندې بریدونه وکړي.
په دې منځ کې د طالب او داعش جنګیالیو تر منځ سیالي هم ډیره شوه. دواړو ډلو د ننګرهار په ګډون د افغانستان په بیلابیلو برخو کې یو له بل سره نښتې هم وکړې. د داعش ډله طالبان د پاکستان د استخباراتي ادارې لاس پوسي بولي او طالبان بیا وایي چې داعش یوه متجاوزه ډله ده.
انځور: Getty Images/AFP/Str
د جګړې او مهاجرت ډیریدل
په افغانستان کې د جګړې له ډیریدو سره، له دې هیواد څخه د کډوالي کچه هم لوړه شوه. تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې هم کمې شوې چې له کبله یې په دې هیواد کې د بیکاري کچه تر پخوا هم لوړه شوه. اروپا ته د ټولو رارسیدونکو کډوالو په ډله کې ۱۰ سلنه افغانان هم شامل دي.