1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کي پر چين نيوکي

۱۳۸۷ فروردین ۷, چهارشنبه

اروپايي اتحاديه او د امريکا متحد ايالات د چين په مشرتابه زور اچول نور هم زیاتوی چي په تبت کي د بشري حقونو بنسټ په نظر کي ونيسي.

په آلمان کي د چين د زور زياتي په پرضد لاريون
په آلمان کي د چين د زور زياتي په پرضد لاريونانځور: picture-alliance/ dpa

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شوراکي د اروپايي اتحاديي او د امريکا د متحدو ایالتونو استازو د چين پر حکومت په ښکاره نيوکي وکړې.د اروپايي ټولني د 27 هيوادونو په استازيتوبه د سلوانيا سفير اندري لوګار د چين مشرتوب دې ته راوبلي چي په تبت او دهغه په پولو کي د لاريون کوونکو په وړاندي نور له زورزياتي څخه کار وانه خلي.

سره له دې بايد پيکينګ د خوځښت او معلوماتو د آزادۍ پر ضد ټول محدوديتونه ليري کړي. د امريکا متحدو ايالاتو او دغه راز کاناډا او استراليا هم د اروپايي ټولني ملاتړ وکړ. فرانسه لا د نيکولاس سرکوزي په خبرو غور کوي چي لږترلږه د اولمپيا د لوبو پرانيستونکی جشن په پيکينګ کي بايکاټ کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب