1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

د امنیت شورا په سوډان کې خپل ماموریت پای ته رسولی

۱۴۰۲ آذر ۱۱, شنبه

په کورنۍ جګړه کې ښکیل افریقایي هیواد سوډان، په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د سیاسي ماموریت پای ته رسولو غوښتنه کړې ده. نوموړې شورا اوس د دې غوښتنې په مقابل کې غبرګون ښودلی دی.

ARCHIV | Sudan Al-Fashir | Feuer auf Markt nach ANgriffen durch RSF
د ملگرو ملتونو عمومي مشي انتونیو گوتیرش پر ملکي وګړو د شخړې د زیاتیدو ویجاړونکو اغیزو له کبله ژوره انديښنه څرګنده کړې ده.انځور: AFP

دملګرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ د دغه سازمان د امنیت شورا په کورنۍ جګړه کې ښکیل افریقایي هیواد سوډان کې د خپل سیاسي ماموریت د پای ته رسولو په هکله رای اچونه کړې ده. په نیویارک کې د سیمه ایز وخت مطابق د جمعې په ورځ د شورا له ۱۵ غړو څخه ۱۴ یې د دې ماموریت له پای ته رسولو سره موافقه کړې ده او روسیې ممتنع رایه ورکړې ده.

د «یونیټامز» په نوم دغه ماموریت په ۲۰۲۰م کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا پيل شو، څو له یوه دیموکراتیک حکومت څخه د ملاتړ په برخه کې په سوډان کې سیاسي انتقال ته لاره هواره کړي.

د روان کال د اپریل په نیمایي کې د افریقا په شمال ختیځ کې واقع دغه هیواد کې یوه وسله واله نښته رامنځته شوه. سوډان په جون میاشت کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی استازی فولکر پرتڅ، چې یو المانی دی، د یوه نامطلوب شخص په توګه اعلان کړ. پر نوموړي تور ولګول شو چې شخړې ته یې لمن وهلې ده. د ملګرو ملتونو سازمان په پرله پسې ډول دغه تورونه رد کړي دي. پرتڅ د سپټمبر په میاشت کې استعفا وکړه.

سوډان دوه اونۍ مخکې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه وغوښتل چې په دغه هیواد کې دې د «یونیټامز» په نوم خپل سیاسي ماموریت پای ته ورسوي. د دغه هیواد پوځ د برحاله ولسمشر عبدالفتاح البرهان تر مشرۍ لاندې د ولسمشر د پخواني مرستیال محمد حمدان دقلو، تر قوماندې لاندې «د چټک حفاظت ځواکونو» یا RSF د ملیشه و پر وړاندې مبارزه کوي.

دواړه جنرالان په ګډه په ۲۰۲۱م کال کې د یوې کودتا په پایله کې واک ته ورسیدل، خو وروسته بیا سره مخالف شول. تر اوسه پورې هیڅ یو له دوی څخه نه دی توانیدلی چې په دې شخړه یا مبارزه کې بریالی شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش یو وار بیا د جګړې له ښکیلو اړخونو څخه غوښتنه وکړه چې د یوه بیړني اوربند پر سر دې موافقه وکړي. نوموړي پر ملکي وګړو د شخړې د زیاتیدو ویجاړونکو اغیزو له کبله ژوره انديښنه څرګنده کړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل