د ملګرو ملتونو د څارونکي ډلې مشر دمشق ته ورسېد
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۱, دوشنبهاعلان
د ملګرو ملتونو د څارونکو د ډلې د مشر په حیث نارویژي جنرال رابرت مود په سوریه کې خپله نوې وظیفه په ډېر احتیاط سره پیل کړه. ده دمشق ته تر رسېدو وروسته وویل که چیرې د کوفي عنان د سولې پلان په بریالیتوب سره عملي سي نو په دغه هیواد کې به زور زیاتی په بشپړ ډول پای ته ورسیږي.
د مود په نظر په اوس وخت کې د ملګرو ملتونو دېرش تنه څارونکي په سوریه کې موجود دي او د یوې میاشتي په جریان کی به د هغوی تعداد سلو ته لوړ سي. په مجموعي ډول باید د ۳۰۰ تنو په شاوخواکې څارونکي سوریې ته واستول سي. دغه بې وسلې ماموریت په اول سر کې د درو میاشتو له پاره پر مخ بیول کیږي.